٢ : ١٤٩
وَمِنۡ حَيۡثُ خَرَجۡتَ فَوَلِّ وَجۡهَكَ شَطۡرَ ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِۖ وَإِنَّهُۥ لَلۡحَقُّ مِن رَّبِّكَۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَٰفِلٍ عَمَّا تَعۡمَلُونَ
او له هر ځایه چې ته ووځې (اې محمده!) نو خپل مخ (په لمانځه کې) د مسجد حرام په لوري وګرځوه او بېشکه چې دا ستا د رب په حقه فيصله ده او نه دی الله بې خبر له هغه څه چې تاسې یې کوئ.