Skip to content

«لاس پرې کېږي که څوک د دینار څلورمه برخه او یا له دې پورته غلا کړي».

د مؤمنانو له مور؛ عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی هغې ویلي چې: رسول الله ﷺ فرمایلي:

«لاس پرې کېږي که څوک د دینار څلورمه برخه او یا له دې پورته غلا کړي».

«تُقْطَعُ اليَدُ فِي رُبُعِ دِينَارٍ فَصَاعِدًا».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

نبي ﷺ څرګنده کړه چې د غل لاس هغه مهال پرې کېږي چې د غلا شوې توکي اندازه د دینار د څلورمې برخې او یا له دې زیاته اندازه وي، چې دا قیمت شاوخوا له ۱.۰۶ ګرامه سروزرو سره برابر دی.

د حديث له ګټو څخه

غلا د لویو ګناهونو (کبایرو) څخه ده.

الله سبحانه وتعالى د غلا کوونکي لپاره جزا ټاکلې، چې هغه د لاس پرې کول دي، لکه څنګه چې په قرآن کې راغلي: {او د غل سړي او غلې ښځې دواړو لاسونه پرې کړئ} [المائدة سورت: 38آیت]، چې سنت د دې پرې کول روښانه کړي دي.

په حدیث کې د «لاس» څخه موخه په بند (مړوند) کې لاس پرې کول دي یعنې د پنجې او مټ تر منځه بند کې.

د غلا کوونکي د لاس پرې کولو حکمت دا دی چې د خلکو شتمني وساتل شي او نور خلک د تېري کولو او غلا څخه منع شي.

د دینار وزن یو مثقال سره زر دی، چې اوس مهال د ۲۴ قیراطه طلا د شاوخوا ۴.۲۵ ګرامه سره مساوي کېږي؛ نو د دینار څلورمه برخه څه د پاسه یو ګرام کېږي.

مراجع
نور (7)

صحيح البخاري (8/ 160) (6789).

صحيح مسلم (3/ 1312) (1684).

الإلمام بشرح عمدة الأحكام.

لإسماعيل الأنصاري (2/ 125).

تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.

لعبد الله البسام.

(ص665).