Skip to content

په جنت کې داسې یو بازار دی چې خلک ورته هره جمعه راځي

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

په جنت کې داسې یو بازار دی چې خلک ورته هره جمعه راځي نو د شمال باد چې راوالوځي او د دوی په مخونو او کالیو (دوړې) پريوځي، نو ښکلا یې نوره هم ورسره زیاته شي او کله چې دوی خپلو کورنیو ته راوګرځي، په داسې حال کې چې ښکلا او ښایست یې زیات شوی وي، نو کورنۍ یې ورته ووایي چې: قسم په الله چې زمونږ نه وروسته مو ښکلا او ښایست زیات شوی دی، هغوی به ووایي: او تاسو هم قسم په الله، چې زمونږ نه وروسته مو ښکلا او ښایست زیات شوی دی.

«إِنَّ فِي الْجَنَّةِ لَسُوقًا، يَأْتُونَهَا كُلَّ جُمُعَةٍ، فَتَهُبُّ رِيحُ الشَّمَالِ فَتَحْثُو فِي وُجُوهِهِمْ وَثِيَابِهِمْ، فَيَزْدَادُونَ حُسْنًا وَجَمَالًا، فَيَرْجِعُونَ إِلَى أَهْلِيهِمْ وَقَدِ ازْدَادُوا حُسْنًا وَجَمَالًا، فَيَقُولُ لَهُمْ أَهْلُوهُمْ: وَاللهِ لَقَدِ ازْدَدْتُمْ بَعْدَنَا حُسْنًا وَجَمَالًا، فَيَقُولُونَ: وَأَنْتُمْ وَاللهِ لَقَدِ ازْدَدْتُمْ بَعْدَنَا حُسْنًا وَجَمَالًا».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې په جنت کې داسې یو ځای دی چې هغوی پکې راټولېږي، هلته پېر او پلور نه وي، بلکې څه چې غواړي هغه اخېستلی شي، نږدې د هر اوو ورځو په اندازه وخت کې ورته یو ځل راځي، نو د شمال لورې باد راوالوځي او د دوی په مخونو او کالیو کې (ګردونه) خپاره کړي چې په دې سره یې ښکلا او ښایست زیات شي، نو چې کله خپلو کورنیو ته وروګرځي په داسې حال کې چې ښکلا او ښایست یې اضافه شوی وي، نو کورنۍ به یې ورته ووایي: قسم په الله موږ چې په وروستي ځل لیدلي وئ له هغې څخه مو ښکلا او ښایست زیات شوی دی، نو دوی به ووایي: قسم په الله چې تاسو هم ښکلي او ښایسته شوي یاست.

د حديث له ګټو څخه

د دې خبرې وضاحت چې د جنتیانو په ښکلا او ښایست کې به زیاتوالی راځي.

دا حدیثونه انسان نېک عمل ته اړباسي، د کوم عمل له امله چې دوي ابدي کور ته رسېږي.

د شمال باد له دې امله په ځانګړې توګه یاد شوی چې؛ د عربو په نزد تر ټول ښکلی او غوره باد دی، ځکه چې تل به یې له ځان سره خېر او باران راوړ.

جنت او د هغې د نعمتونو د وعدې په ورکولو سره خلک د الله تعالی لور ته د بلنې لپاره هڅول.

مراجع
نور (9)

صحيح مسلم (4/ 2178) (2833).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (2/ 1290).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (3/ 347).

تطريز رياض الصالحين.

لفيصل آل مُبَارَك (ص1088).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (6/ 731).