(چا چې په پورته ټولو شیانو ګواهي ورکړه نو) الله جل جلاله به یې جنت ته داخل کړي که هر څومره عمل یې کړی وي".
عبادة رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي:
"څوک چې شاهدي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی او هېڅ شریک نلري، او دا چې محمد د هغه بنده او رسول دی او دا چې عیسی د الله بنده او د هغه رسول دی، او دا چې پر هغه یې د (کُن) په کلمې سره مریم علیها السلام ته د جبریل علیه السلام په واسطه زیری ورکړی، او دا چې د هغه له طرفه روح دی (چې جبریل علیه السلام د هغې په ګریوان کې پو کړی دی) ، او دا چې جنت حق دی او دوزخ حق دی، (چا چې په پورته ټولو شیانو ګواهي ورکړه نو) الله جل جلاله به یې جنت ته داخل کړي که هر څومره عمل یې کړی وي".
«مَنْ شَهِدَ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَأَنَّ عِيسَى عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ، وَالْجَنَّةُ حَقٌّ، وَالنَّارُ حَقٌّ، أَدْخَلَهُ اللهُ الْجَنَّةَ عَلَى مَا كَانَ مِنَ الْعَمَلِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي څوک چې د توحید کلمه ووایي، په معنی یې پوه شي او په غوښتنه یې عمل وکړي. او پر دې ګواهي ورکړي چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی، او پر دې چې عیسی علیه السلام د الله جل جلاله بنده او رسول دی، او دا چې الله جل جلاله د "كُن" یعنې (شه) په کلمې سره پيدا کړی دی، او دا چې هغه له ارواحو څخه یو روح دی چې الله جل جلاله پیدا کړي دي، او دا چې د هغه مور ته یې له تور (تهمت) څخه براءت ورکړ چې یهودو تورنه کړې وه، او ایمان یې راوړ پر دې چې جنت حق دی، او اور حق دی، او د دواړو په شتون یې باور وکړ، او دا چې یو یې د الله جل جلاله نعمت او بل یې عذاب دی، او پر همدې عقیده مړ شو؛ نو تګ یې جنت ته دی که څه هم په پيروۍ کې نیمګړتیا او ګناهونه ولري.
لا إله إلا الله: لا معبود بحق إلا الله.
ألقاها إلى مريم: أرسل بها جبريل إليها فنفخ فيها من روحه بإذن الله عز وجل.
الله جل جلاله د مریمې زوی عیسی پرته له پلار څخه د (کُن) په کلمې سره پیدا کړی دی.
د محمد او عیسی صلی الله علیهما و سلم تر منځ یو ځای کول چې دواړه د الله جل جلاله بندګان او رسولان دي، نو دوی دواړه داسې پیغمبران دي چې دروغ نه ګڼل کیږي او هغه بندګان دي چې عبادت یې نه کیږي.
د توحید فضیلت او دا چې د ګناهونو کفاره ګرځي، او دا چې د موحد تګ لوری جنت ته دی که څه هم ځیني ګناهونه ترې شوي وي.
نور (6)
صحيح البخاري (4/ 165) (3435).
صحيح مسلم (1/ 57) (28).
الملخص في شرح كتاب التوحيد.
لصالح الفوزان (ص25).
الجديد في شرح كتاب التوحيد.
لمحمد القرعاوي (ص36).
په کتابونو کې یاد شوی
9 کتابونه- د مسلمان کلا؛ د قرآن او سنت له اذکارو څخهحصن المسلمله الله پرته په حقه بل معبود نشته
- د مسلمان کلا؛ د قرآن او سنت له اذکارو څخهحصن المسلملا اله الا الله
- د مسلمان کلا؛ د قرآن او سنت له اذکارو څخهحصن المسلم(لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) وي، یعنې له الله پرته بل برحق معبود نشته
- د مسلمان کلا؛ د قرآن او سنت له اذکارو څخهحصن المسلملَا إِلَهَ إِلَّا اللَّه
- د مسلمان کلا؛ د قرآن او سنت له اذکارو څخهحصن المسلمژباړه: له الله پرته بل برحق معبود نشته.[291].
- د مسلمان کلا؛ د قرآن او سنت له اذکارو څخهحصن المسلملَا إِلَهَ إِلَّا اللَّه
- د مسلمان کلا؛ د قرآن او سنت له اذکارو څخهحصن المسلملَا إِلَهَ إِلَّا اللَّه
نور (2)
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 3«مَنْ شَهِدَ أَنْ لا إلهَ إلَّا الله وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَرسُولُهُ، وَأَنَّ عِيسَىٰ عَبْدُ الله وَرَسُولُهُ، وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إلىٰ مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ، وَأنَّ الجَنَّةَ حَقٌّ وَأنَّ النَّارَ حَ
- مادة العقيدة الإسلامية(من شهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأن محمدًا عبده ورسوله، وأن عيسى عبد الله ورسوله وكلمته ألقاها إلى مريم وروح منه، والجنة حق، والنار حق، أدخله الله الجنة على ما كان من العمل).