Skip to content

چا چې د مازدیګر لمونځ پرېښوده نو یقینا چې عمل یې برباد شو».

له بریده بن الحصیب رضي الله عنه څخه روایت دی هغه وایي چې:

د مازدیګر لمونځ وختي وکړئ، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: « چا چې د مازدیګر لمونځ پرېښوده نو یقینا چې عمل یې برباد شو».

بَكِّرُوا بِصَلَاةِ الْعَصْرِ، فَإِنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ تَرَكَ صَلَاةَ الْعَصْرِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ».

بخاري روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مازدیګر د لمانځه په اړه خبرداری ورکړی چې په قصدي توګه له ټاکلي وخت څخه وروسته ادا شي (قضا شي) او دا چې چا دا کار وکړ نو عمل یې باطل او فاسد شو، او بې ځایه لاړ.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

په لومړي وخت کې د مازدیګر د لمانځه په ادا کولو ټینګار او دې کار کې سبقت کول.

د هغو کسانو لپاره سخت ګواښ چې د مازديګر لمونځ پریږدي او په خپل وخت کې یې نه کوي، (ځکه د مازدیګر د لمانځه پرېښودل) د بل لمانځه په پرتله ډېره ګناه لري چې په خپل وخت کې ادا نه شي، ځکه چې دا منځنی لمونځ دی چې الله تعالی پرې په خپلې دې وینا سره امر کړی دی چې فرمایي: (حَافِظُواْ عَلَى الصَّلَوَاتِ والصَّلاَةِ الْوُسْطَى) [البقرة: 238]. ((د لمونځونو ساتنه كوئ او (خصوصًا) د بېخي منځني لمونځ).

مراجع
نور (11)

صحيح البخاري (1/ 115) (553).

د امام أحمد مسند (38/ 152) (23045).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (5/ 56).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمصطفى الخِن وغيره (2/ 777).

فيض القدير شرح الجامع الصغير (3/ 206).

بهجة الناظرين.

لسليم الهلالي (2/ 260).

تطريز رياض الصالحين.

لفيصل آل مبارك (ص614).