"خپل لاس دې د بدن پر دردمن ځای کېږده او درې ځلې بسم الله او اووه ځلې دا دعا ووایه: «أَعُوذُ بِاللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ».زه پر الله او د هغه په قدرت د هغه څه له شر څخه پناه نیسم چې زه یې مومم او ترې وېرېږم».
له عثمان بن ابی العاص الثقفي رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له هغه درد څخه شکایت وکړ چې په ځان کې یې له هغې ورځې څخه درلوده چې اسلام یې راوړی و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:
"خپل لاس دې د بدن پر دردمن ځای کېږده او درې ځلې بسم الله او اووه ځلې دا دعا ووایه: «أَعُوذُ بِاللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ».زه پر الله او د هغه په قدرت د هغه څه له شر څخه پناه نیسم چې زه یې مومم او ترې وېرېږم».
«ضَعْ يَدَكَ عَلَى الَّذِي تَأَلَّمَ مِنْ جَسَدِكَ، وَقُلْ بِاسْمِ اللهِ ثَلَاثًا، وَقُلْ سَبْعَ مَرَّاتٍ أَعُوذُ بِاللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ».
عثمان بن أبی العاص رضي الله عنه ته داسې یو درد ورسیده چې نږدې وه له منځه یې یوسي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې پوښتنې ته ورغی او داسې دعا یې وروښوده چې الله تعالی به ترې ناروغي پورته کړي؛ هغه دا چې په دردمن ځای لاس کېږدي او درې ځلې (بسم الله) ووایي او بیا اووه ځلې ووایې چې (أعوذُ ) یعنې پناه نیسم، ځان پیاوړی او کلابند کوم (بالله و قدرته من شرما أجد) په الله او د هغه پر قدرت باندې د هغه څه له شر نه چې زه یې مومم) یعنې هغه درد چې اوس مهال یې مومم (و أحاذر) او په راتلونکي کې ترې وېره لرم لکه خفګان او وېره، او یا دا چې دا ناروغتیا دوامداره شي او درد یې په ټول بدن کې خپور شي.
ځان دمول مستحب دي لکه څنګه چې په حدیث کې راغلي دي.
شکایت یا فریاد کول - پرته له دې چې بې صبري او اعتراض پکې نه وي - نو د توکل او صبر خلاف عمل نه دی.
دعا د اسبابو کارولو له جملې څخه ده، لدې امله په کار ده چې الفاظو او شمېر ته یې پاملرنه وشي.
دا دعا د هر دردمن غړي لپاره ده.
پدې دعا د دمولو پر مهال پر دردمن غړي لاس اېښودل کېږي.
نور (9)
صحيح مسلم (4/ 1728) (2202).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (2/ 163).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (4/ 481).
فيض القدير شرح الجامع الصغير.
لعبدالرؤوف المناوي (1/ 284).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (1/ 689).
په کتابونو کې یاد شوی
6 کتابونه- د مسلمان کلا؛ د قرآن او سنت له اذکارو څخهحصن المسلمژباړه: (په الله جل جلاله او د هغه په قدرت سره د هر هغه درد له شر څخه پناه نیسم چې راباندې دی او زه ترې ویریږم او ځان ترې ساتم)[۲۸۹].
- د مسلمان کلا؛ د قرآن او سنت له اذکارو څخهحصن المسلمأَعُوذُ بِاللَّهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِر
نور (4)
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 5«ضَعْ يَدَكَ عَلَىٰ الذي تَألَّمَ مِنْ جَسَدِكَ، وقلْ: بسم الله ثلاثاً، وقُلْ سَبْعَ مرَّاتٍ: أعُوذُ بعزَّة الله وقُدْرتهِ مِنْ شَر ما أجدُ وأحاذِرُ».
- فتاوى المرضىفتاوى المرضى «ضع يدك على الذي تألم من جسدك، وقل: بسم الله، ثلاثًا، وقل سبع مرات: أعوذ بالله وقدرته من شر ما أجد وأُحاذِر»
- مجموعة زاد العقيدة (2)1ضعْ يدَكَ على الذي تألَمُ من جَسَدِك، وقلْ: بسم ﷲ ثلاثًا، وقل سبعَ مراتٍ: «أعوذُ بعزَّةِ ﷲ وقدرتهِ من شرِّ ما أجِدُ وأُحاذرُ»
- مشروع المنهج التعليميمادة التوحيد مستوى 4 «أَعُوذُ بِعِزَّةِ اللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ»