Skip to content

آیا زه ته د هغه کار لپاره ونه لیږم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې زه لیږلی وم؟ دا چې هېڅ مجسمه مه پرېږده پرته له دې چې ورانه یې کړې او هېڅ لوړ قبر مه پرېږده پرته له دې چې برابر یې کړې.

له ابو الهيَّاج الاسدي څخه روایت دی وایي چې:

ماته علي بن ابي طالب رضي الله عنه وفرمایل: آیا زه ته د هغه کار لپاره ونه لیږم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې زه لیږلی وم؟ دا چې هېڅ مجسمه مه پرېږده پرته له دې چې ورانه یې کړې او هېڅ لوړ قبر مه پرېږده پرته له دې چې برابر یې کړې.

قَالَ لِي ‌عَلِيُّ بْنُ أَبِي طَالِبٍ: أَلَا أَبْعَثُكَ عَلَى مَا بَعَثَنِي عَلَيْهِ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟ أَنْ لَا تَدَعَ تِمْثَالًا إِلَّا طَمَسْتَهُ، وَلَا قَبْرًا مُشْرِفًا إِلَّا سَوَّيْتَهُ.

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپل اصحاب لېږل تر څو هېڅ "مجسمه" له ورانولو پرته پرې نږدي - او له مجسمې څخه مراد د هر سا لرونکي شي انځور دی؛ هغه که مجسمه ولري او یا د انځور په بڼه وي. او دا چې هېڅ لوړ قبر پرېنږدي پرته لدې چې د ځمکې سره یې برابر کړي او د پاسه ودانۍ پرې ونړوي، او یا یې داسې هوار کړي چې له ځمکې ډېر پورته نه وي، یعنې د یوې لوېشتې په اندازه یې پورته کړي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

د سا لرونکو انځورول ناروا دي؛ ځکه چې د شرک لپاره یوه وسیله ده.

د هغه چا لپاره د لاس په واسطه د منکر د له منځه وړلو مشروعیت چې واک یا وړتیا ولري.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر هغه څه په لرې کولو ټینګار درلوده چې د جاهلیت نښې نښانې پکې وې لکه انځورونه، مجسمې او په قبرونو ودانۍ.

مراجع
نور (9)

صحيح مسلم (2/ 666) (969).

القول المفيد على كتاب التوحيد.

لابن عثيمين (2/ 446).

الملخص في شرح كتاب التوحيد.

لصالح الفوزان (ص402).

الجديد في شرح كتاب التوحيد.

لمحمد القرعاوي (ص447).

كتاب التوحيد.

للإمام محمد بن عبد الوهاب (ص138).