Skip to content

«په حقیقت کې هغه څه چې زه ترې پر تاسو ډېر وېرېږم کوچنی شرک دی. هغوی وفرمايل: اې د الله رسوله کوچنی شرک څه دی؟ هغه وفرمایل: « ځان ښودنه (ریا) ده

له محمود بن لبید رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«په حقیقت کې هغه څه چې زه ترې پر تاسو ډېر وېرېږم کوچنی شرک دی. هغوی وفرمايل: اې د الله رسوله کوچنی شرک څه دی؟ هغه وفرمایل: « ځان ښودنه (ریا) ده، الله جل جلاله به د قیامت په ورځ هغه مهال وفرمایي کله چې خلک د خپلو عملونو په جزا ورسیږي: هغو خلکو ته ورشئ، چې تاسو به په دنيا کې ورته ځان ښودنه کوله، او وګورئ چې آیا له هغوی سره کومه بدله شته؟».

«إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمُ الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ» قَالُوا: وَمَا الشِّرْكُ الْأَصْغَرُ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: «الرِّيَاءُ، يَقُولُ اللهُ عز وجل لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِذَا جُزِيَ النَّاسُ بِأَعْمَالِهِمْ: اذْهَبُوا إِلَى الَّذِينَ كُنْتُمْ تُرَاؤُونَ فِي الدُّنْيَا، فَانْظُرُوا هَلْ تَجِدُونَ عِنْدَهُمْ جَزَاءً؟».

احمد روايت کړی دی
حديث حسن
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې تر ټولو زیات شی چې هغه ترې په خپل امت وېره لري: کوچنی شرک دی: او هغه د یو چا په خاطر له عمل کولو څخه عبارت دی. بیا یې د قیامت په ورځ د ریا کارانو له جزا څخه خبر ورکړ چې هغوی ته به وویل شي: هغه چا ته ورشئ چې تاسو به یې په خاطر یو کار کاوه، نو وګورئ چې تاسو ته په هغو عملونو د اجر درکولو واک لري؟!

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

په عمل کې الله تعالی ته د اخلاص کولو وجوب، او له ریا څخه ځان ساتل.

په خپل امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیاته مهرباني، او د هغوی په هدایت او نصیحت یې ټینګار.

كله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وېره په صحابه کرامو دومره وه حال دا چې هغوي یې مخاطب وو او هغوي د نیکانو سرداران وو، نو څوک چې له هغوي وروسته راځي په هغوي یې وېره لا زیاته ده.

مراجع
نور (5)

د امام أحمد مسند (39/ 39) (23630).

الجديد في شرح كتاب التوحيد.

لمحمد القرعاوي (ص57).

الملخص في شرح كتاب التوحيد.

لصالح الفوزان (ص45).