«که ته داسې يې لکه څنګه چې وايې نو ګويا داسې ده لکه ته چې يې په مخونو کې ايرې بادوې، او تر هغه به د الله له پلوه له تاسره مرستندوي وي چې دغه ډول اخلاق کوې».
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې:
يو سړي وویل چې اې د الله رسوله! زما خپلوان دي زه ورسره خپلولي پالم او هغوی يې راسره نه پالي، زه ورسره ښه کوم او هغوی راسره بد کوي، زه بد برداشت کوم او هغوی راباندې غصې کوي، نو نبي صلی الله عليه وسلم ورته وويل: «که ته داسې يې لکه څنګه چې وايې نو ګويا داسې ده لکه ته چې يې په مخونو کې ايرې بادوې، او تر هغه به د الله له پلوه له تاسره مرستندوي وي چې دغه ډول اخلاق کوې».
أَنَّ رَجُلًا قَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ إِنَّ لِي قَرَابَةً أَصِلُهُمْ وَيَقْطَعُونِي، وَأُحْسِنُ إِلَيْهِمْ وَيُسِيئُونَ إِلَيَّ، وَأَحْلُمُ عَنْهُمْ وَيَجْهَلُونَ عَلَيَّ، فَقَالَ: «لَئِنْ كُنْتَ كَمَا قُلْتَ، فَكَأَنَّمَا تُسِفُّهُمُ الْمَلَّ وَلَا يَزَالُ مَعَكَ مِنَ اللهِ ظَهِيرٌ عَلَيْهِمْ مَا دُمْتَ عَلَى ذَلِكَ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړي شکایت وکړ چې دی خپلوان او خپلولي لري او دی له هغوی سره نېکه رویه کوي، په داسې حال کې چې هغوی ورسره د دې پر ضد رویه کوي؛ دی ورسره خپلوي پالي او هغوی یې ورسره پرې کوي، او دی ورسره په نیکۍ او وفادارۍ چلند کوي، حال دا چې هغوی ورسره په ظلم او جفا سره بد سلوک کوي، دی ورته له زغم څخه کار اخلي، مهرباني پرې کوي او بخښه ورته کوي او هغوی پرې په ناوړه الفاظو او عملونو سره تېری کوي، نو آیا د یاد شوي شیانو سر بېره ورسره خپلوۍ پاللو ته دوام ورکړي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: که داسې وي لکه تا چې یادونه وکړه، نو ته هغوی ذلیلوې او د خپل ځان په وړاندې یې داسې سپکوې لکه ته چې دوی ته ګرمې ایرې ورکوې، ستا د زیاتې نیکۍ او د هغوی د خپل نفس په وړاندې د زیاتې بدۍ له امله، نو تر څو چې ته همداسې یې لکه څنګه چې دې یادونه وکړه او هغوی هم همداسې په خپلې بدۍ پاتې وي، نو تاسو سره به تل د الله ملاتړ وي چې د هغوی د ضرر مخنیوی به کوي.
د بدۍ په مقابل کې په مهربانۍ سره چلند کولو کې د دې تمه شته چې ظالم به حق ته راستون شي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي: (ادفع بالتي هي أحسن فإذا الذي بينك وبينه عداوة كأنه ولي حميم). (بدي) په هغه څه ايساروه كومه چې ډېره غوره (نيكي) وي نو بيا به همغه (كس) چې ستا او د هغه تر منځ دښمني وي، داسې به شي لكه يو مهربان دوست).
د الله د حکم اطاعت-که څه هم (بنده) ته زیان ورسېږي- د مومن بنده لپاره د الله د مرستې دلیل دی.
د خپلوۍ پرې کول په دنیا کې درد او عذاب دی او په آخرت کې ګناه او حساب.
مسلمان بايد په نيک عمل سره د الله تعالی لخوا د بدلې تمه ولري، او د خلکو اذیت او پرېکون یې باید د خلکو سره له ښو عادتونو او اخلاقو څخه منع نه کړي.
خپلوي پالونکی هغه څوک نه دی چې د پاللو مقابل کې یې پالي، بلکې خپلوي پالونکی هغه دی چې د پرېکون په مقابل کې خپلوي پالي.
نور (9)
صحيح مسلم (4/ 1982) (2558).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (9/ 220).
بهجة الناظرين.
لسليم الهلالي (1/ 698).
نزهة المتقين.
لمجموعة من الباحثين (1/ 539).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (3/ 188).
په کتابونو کې یاد شوی
4 کتابونهنور (4)
- المنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالح - المعتمدالمنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالحوعن أبي هريرة رضي الله عنه أن رجلا قال: يا رسول الله إن لي قرابة أصلهم ويقطعوني، وأحسن إليهم ويسيئون إلي، وأحلم عنهم ويجهلون علي، فقال: “لئن كنت كما قلت، فكأنما تسفهم الملّ ولا يزال معك من الله ظهير عليهم ما دمت على ذلك”.
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 2«لَئِنْ كُنْتَ كَمَا قُلْتَ، فَكَأَنَّمَا تُسِفُّهُم المَلَّ، وَلا يَزالُ مَعَكَ مِنَ الله ظهِيرٌ عَلَيْهِمْ مَا دُمْتَ عَلىٰ ذَلِكَ».
- مجموعة زاد التربية الإسلامية (1)، والسيرة النبوبة (1)، والعقيدة (1)، والفقه (1)التربية الأسلامية 1« أن رجلًا قال: يا رسُول الله، إِنّ لِي قرابةً أصِلُهُمْ ويقْطعُونِي، وأُحْسِنُ إِليْهِمْ ويُسِيئُون إِليّ، وأحْلُمُ عنْهُمْ ويجْهلُون عليّ، فقال:«لئِنْ كُنْت كما قُلْت، فكأنّما تُسِفُّهُمُ الْملّ، ولا يزالُ معك مِن الله ظهِيرٌ عليْهِمْ ما
- نبراس طالب (1)1«لَئِنْ كُنْتَ كَمَا قُلْتَ، فَكَأَنَّمَا تُسِفُّهُمُ الْمَلَّ([9]) ، وَلَا يَزَالُ مَعَكَ مِنَ اللهِ ظَهِيرٌ عَلَيْهِمْ مَا دُمْتَ عَلَى ذَلِكَ»