اې د الله رسوله، موږ خو جهاد غوره عمل ګڼو، نو آیا جهاد ونه کړو؟ هغه وفرمايل: «لَا، لَكُنَّ أَفْضَلُ الجِهَادِ: حَجٌّ مَبْرُورٌ». «نه، بلکې تر ټولو غوره جهاد مبرور - قبول شوی - حج دی».
له أم المؤمنین عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی هغې وفرمایل:
اې د الله رسوله، موږ خو جهاد غوره عمل ګڼو، نو آیا جهاد ونه کړو؟ هغه وفرمايل: «لَا، لَكُنَّ أَفْضَلُ الجِهَادِ: حَجٌّ مَبْرُورٌ». «نه، بلکې تر ټولو غوره جهاد مبرور - قبول شوی - حج دی».
يَا رَسُولَ اللَّهِ، نَرَى الجِهَادَ أَفْضَلَ العَمَلِ، أَفَلاَ نُجَاهِدُ؟ قَالَ: «لَا، لَكُنَّ أَفْضَلُ الجِهَادِ: حَجٌّ مَبْرُورٌ».
صحابه کرامو رضی الله عنهم به د الله په لار کې جهاد او له دښمنانو سره جګړه کول له غوره عملونو څخه ګڼل، نو عائشې رضی الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې دوي باید جهاد وکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دوي ته د غوره جهاد لارښوونه وکړه چې هغه مبرور یعنې قبول شوی حج دی، کوم چې د قرآن او سنت مطابق وي او له ګناه او ځان ښودنې څخه پاک وي.
جهاد د نارینه وو لپاره یو له غوره عملونو څخه دی.
د ښځو لپاره حج تر جهاد غوره دی او د هغوی لپاره له غوره عملونو څخه دی.
کار د غوره والي او تفاوت په لحاظ عامل پورې اړه لري.
حج ته ځکه جهاد وایي چې دا د نفس سره جهاد دی، د مال په لګښت او د بدن په پیاوړتیا سره کیږي، نو دا یو بدني او مالي عبادت دی، لکه د الله په لار کې جهاد.
نور (7)
صحيح البخاري (2/ 133) (1520).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (2/ 402).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمصطفى الخِن وغيره (2/ 902).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (5/ 321).
په کتابونو کې یاد شوی
3 کتابونهنور (3)
- آداب السفر وأحكامهآداب السفر وأحكامه (للحرمين)يَا رَسُولَ اللهِ، نَرَى الجِهَادَ أَفْضَلَ الْعَمَلِ، أَفَلَا نُجَاهِدُ؟ قَالَ: «لَا، لَكُنَّ أَفْضَلَ الْجِهَادِ حَجٌّ مَبْرُورٌ» [49].
- المختصر في آداب السفر وصفة الحج والعمرة وآداب الزيارة والأدعية الجامعة مع ملحق بالفتاوى والمخالفات1- آداب السفر وأحكامه (للحرمين)يَا رَسُولَ اللهِ، نَرَى الجِهَادَ أَفْضَلَ الْعَمَلِ، أَفَلَا نُجَاهِدُ؟ قَالَ: «لَا، لَكُنَّ أَفْضَلَ الْجِهَادِ حَجٌّ مَبْرُورٌ» [49].
- نبراس طالب (5)1يَا رَسُولَ اللَّهِ، نَرَى الجِهَادَ أَفْضَلَ العَمَلِ، أَفَلاَ نُجَاهِدُ؟ قَالَ: «لاَ، لَكِنَّ أَفْضَلَ الجِهَادِ حَجٌّ مَبْرُورٌ»