Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 4

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

رسول الله صلى الله عليه وسلم د انصارو يوې ښځې ته وفرمایل چې ابن عباس یې نوم واخیست او زما څخه یې نوم هېر شو: «څه شي منع کړې چې زموږ سره حج وکړې؟» هغې وویل: موږ یوازې دوه اوښان درلودل نو خاوند او زوي یې په یوه اوښ حج ته لاړل او بله اوښه یې موږ ته پرېښوده چې اوبه پرې راوړو، هغه وفرمایل: «کله چې رمضان راشي، نو عمره وکړه، ځکه په رمضان کې عمره (په ثواب کې) د حج سره برابره ده».
صحيح دی متفق علیه دی
اې د الله رسوله، موږ خو جهاد غوره عمل ګڼو، نو آیا جهاد ونه کړو؟ هغه وفرمايل: «لَا، لَكُنَّ أَفْضَلُ الجِهَادِ: حَجٌّ مَبْرُورٌ». «نه، بلکې تر ټولو غوره جهاد مبرور - قبول شوی - حج ​​دی».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«څوک چې د الله لپاره حج وکړي، فحشا او بد اخلاقي و نه کړي، نو له حج څخه د راګرځېدو پر مهال به له ګناه څخه داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زیږولی و».
صحيح دی متفق علیه دی
"حج او عمره یو بل پسې ادا کړئ، ځکه چې دا دواړه فقر او ګناهونه داسې لرې کوي لکه څنګه چې (د پښ پو شوی اور ) د اوسپنې، سرو زرو او سپینو زرو ناپاکي لرې کوي او قبول شوی حج له جنت پرته بله بدله نه لري".
صحيح دی الترمذي، النسائي او أحمد روایت کړی دی