Skip to content

"مړو ته ښکنځل مه کوئ، ځکه چې هغوی هغه څه ته ورغلي دي چې مخکې یې له ځان څخه لیږلي دي".

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

"مړو ته ښکنځل مه کوئ، ځکه چې هغوی هغه څه ته ورغلي دي چې مخکې یې له ځان څخه لیږلي دي".

«لَا تَسُبُّوا الْأَمْوَاتَ، فَإِنَّهُمْ قَدْ أَفْضَوْا إِلَى مَا قَدَّمُوا».

بخاري روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم مړو ته د سپکاوي او د هغوی ابرو پسې د خبرو کولو حراموالی بیانوي او وايي چې دا له ناوړه اخلاقو څخه دي، ځکه چې هغوی هغه څه ته رسیدلي دي چې له نېکو او بدو عملونو څخه یې وړاندې کړي دي، نو لکه څرنګه چې دا ښکنځلې هغوی ته نه رسیږي، بلکه یوازې ژوندي ازاروي.

د کلمو معناوې

أفضوا إلى ما قدموا : صاروا إلى ما قدموا من أعمالهم.

د حديث له ګټو څخه

دغه حدیث مړو ته د سپکو سپورو ویلو په حراموالي دلیل دی.

د ژوندیو د مصلحت لپاره مړو ته د سپکو سپورو نه وییل او د ټولنې امنیت د جنجال او نفرت څخه ساتل.

دوی ته د سپکو سپورو له ویلو څخه د ممانعت حکمت دا دی چې هغوی هغه څه ته ورغلي دي چې وړاندې یې کړي دي، نو دوی ته کنځلي کول کومه ګټه نه لري، بلکه پدې سره د هغوی ژوندي خپلوان ازاریږي.

دا چې انسان ته داسې څه وېل په کار ندي چې خیر پکې نه وي.

مراجع
نور (7)

صحيح البخاري (2/ 104) (1393).

فتح ذي الجلال والاكرام بشرح بلوغ المرام.

لابن عثيمين (2/ 631).

منحة العلام في شرح بلوغ المرام.

لعبد الله الفوزان (4/ 385).

توضيح الأحكام من بلوغ المرام.

للبسام (3/ 277).