Skip to content

ما وویل: اې د الله رسوله نجات څه شی دی؟ هغه وفرمایل: «خپله ژبه دې کنترول کړه، په کور کې دې پاتې شه او (د عبادت لپاره پکې خلوت کوه) او په ګناه دې وژاړه».

له عقبة بن عامر رضي الله عنه څخه عبارت دی وایې چې:

ما وویل: اې د الله رسوله نجات څه شی دی؟ هغه وفرمایل: «خپله ژبه دې کنترول کړه، په کور کې دې پاتې شه او (د عبادت لپاره پکې خلوت کوه) او په ګناه دې وژاړه».

قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ مَا النَّجَاةُ؟ قَالَ: «امْلِكْ عَلَيْكَ لِسَانَكَ، وَلْيَسَعْكَ بَيْتُكَ، وَابْكِ عَلَى خَطِيئَتِكَ».

الترمذي او احمد روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

عقبه بن عامر رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې په دنیا او آخرت کې د مؤمن د نجات لاملونه څه دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: درې کارونه باید وکړې: لومړی: خپله ژبه دې له هغه څه نه وساته چې خېر پکې نه وي او له هر ډول بدې وینا څخه، او له ښو پرته بل څه مه وایه. دویم: په کور کې پاتې شه او په خلوت کې د الله عبادت وکړه، د الله تعالی په اطاعت بوخت اوسه او د فتنو له شر څخه په کور کې ګوښه پاتې شه. دریم: وژاړه، پښېمانه اوسه، او له خپلو کړو ګناهونو دې توبه وباسه.

د حديث له ګټو څخه

د خلاصون د لارو پر پېژندلو د صحابه کرامو رضي الله عنهم ټینګار.

په دنیا او اخرت کې د خلاصون د اسبابو بیان.

یو کس هڅول چې انسان باید ځانته پاملرنه وکړي کله چې بل چا ته فایده نشي رسولی، یا د خلکو سره د اختلاطاتو په صورت کې خپل دین او ځان ته د زیان رسولو وېره لري.

کور ته پاملرنه، په ځانګړې توګه چې د فتنو په وخت کې د دین د ساتنې یوه وسیله ده.

مراجع
نور (8)

جامع الترمذي (4/ 208) (2406).

د امام أحمد مسند (28/ 654) (17452).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (3/ 15).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (2/ 1039).

مرقاة المفاتيح.

لعلي القاري (7/ 3039).