Skip to content

"په شرطونو کې تر ټولو حقدار شرط چې باید وفا پرې وشي هغه دی په کوم سره چې تاسو د ځان لپاره شرمګاوې (ښځې) حلالې ګرځولي دي (نکاح)."

له عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

"په شرطونو کې تر ټولو حقدار شرط چې باید وفا پرې وشي هغه دی په کوم سره چې تاسو د ځان لپاره شرمګاوې (ښځې) حلالې ګرځولي دي (نکاح)."

«أَحَقُّ الشُّرُوطِ أَنْ تُوفُوا بِهِ مَا اسْتَحْلَلْتُمْ بِهِ الْفُرُوجَ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي چې په شرطونو کې تر ټولو زیات حقدار هغه دي چې باید وفا پرې وشي، په کوم سره چې له ښځې څخه استمتاع (خوند اخیستل) روا شوي دي، او دا هغه روا شرطونه دي چې د نکاح د تړون پر مهال یې ښځه غوښتنه کوي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

د هغو شرطونو پوره کول واجب دي چې (د نکاح د تړون پر مهال) یې ښځه او خاوند یو پر بل ږدي، مګر هغه شرطونه چې حلال حرام ، او حرام حلال وګرځوي.

د واده د شرطونو په پوره کولو د نورو په پرتله زیات ټینګار شوی، ځکه چې دا د شرمګاوو د روا کېدو په بدل کې دي.

په اسلام کې د نکاح د حیثیت عظمت، ځکه چې د شرطونو په پوره کولو یې ډېر ټینګار کړی دی.

مراجع
نور (6)

صحيح البخاري (3/ 190) (2721).

صحيح مسلم (2/ 1035) (1418).

الإلمام بشرح عمدة الأحكام.

لإسماعيل الأنصاري (2/ 63).

تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.

لعبد الله البسام (ص573).