"الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري".
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
"الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري".
«إِنَّ اللهَ لَا يَنْظُرُ إِلَى صُوَرِكُمْ وَأَمْوَالِكُمْ، وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعْمَالِكُمْ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې الله تعالی د خپلو بندګانو شکلونو او جسدونو ته نه ګوري چې آیا ښکلي دي که بدرنګه؟ ایا هغه لوی دي که کوچني؟ یا هغه روغ دي که ناروغه؟ او نه د هغوی مالونو ته ګوري چې ډیر دي او که لږ؟ الله جل جلاله خپل بندګان پدې نه نیسي او نه ورسره پدې شیانو حساب کوي چې دوی پکې یو له بل سره توپیر لري، مګر هغه د دوی زړونو ته ګوري او هغه څه چې د دوی په زړونو کې له تقوا، یقین، صداقت، او اخلاص څخه دي او یا له ځان ښودنې او شهرت څخه او هغه د دوی عملونو ته د سمون او فساد له نظره ګوري؛ نو ثواب او یا جزا پرې ورکوي.
د زړه اصلاح ته پاملرنه او له هره ناوړه صفت څخه یې پاکوالی.
د زړه اصلاح په اخلاص سره کیږي او د عمل اصلاح د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیروۍ سره کیږي، او همدا دواړه - معیارونه - د الله تعالی په نېز د اعتبار وړ دي.
انسان باید په مال، ښایست، بدن او یا د دې نړۍ په هره ډول ښکلا مغرور نه شي.
په ظاهري اصلاح له تکیه کولو څخه ځان ساتل پرته لدې چې باطن اصلاح کړي.
نور (7)
صحيح مسلم (2564) (4/ 1986).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (1/ 40).
تطريز رياض الصالحين.
لفيصل المبارك (ص14).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (1/ 25).
په کتابونو کې یاد شوی
3 کتابونهنور (3)
- الخطب المنبرية موسوعة الخطب المنبرية (القسم الثاني)«إِنَّ اللَّهَ لَا يَنْظُرُ إِلَىٰ صُوَرِكُمْ وَأَمْوَالِكُمْ، وَلَٰكِنْ يَنْظُرُ إِلَىٰ قُلُوبِكُمْ وَأَعْمَالِكُمْ»
- خطب تعظيم قدر الصلاة"إِنَّ اللهَ لَا يَنْظُرُ إِلَى صُوَرِكُمْ وَأَمْوَالِكُمْ، وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعْمَالِكُمْ"
- مجموعة زاد التربية الإسلامية (4)التربية الإسلامية 4«إِنَّ الله لا يَنْظُرُ إلى صُوَرِكُمْ وَأَمْوالِكُمْ، وَلَكِنْ يَنْظُرُ إلى قُلُوبِكُمْ وَأَعْمالِكُمْ» وَأَشارَ بِأَصابِعِهِ إلى صَدْرِهِ.