Skip to content

«څوک چې زموږ پر وړاندې وسله پورته کړي، له موږ څخه نه دی».

له ابو موسی الاشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«څوک چې زموږ پر وړاندې وسله پورته کړي، له موږ څخه نه دی».

«مَنْ حَمَلَ عَلَيْنَا السِّلَاحَ فَلَيْسَ مِنَّا».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو د وېرولو یا لوټلو په موخه د دوی په وړاندې د وسلو پورته کولو په اړه خبرداری ورکړی، چې څوک د دې لپاره دا کار وکړي چې مسلمانان ووېروي او یا یې لوټ کړي، نو یقینا چې د لوي جرم او له ګناهونو څخه د لویي ګناه مرتکب شوي، او د دې لوي ګواښ مستحق وګرځېده.

د کلمو معناوې

من حمل علينا السلاح: المقصود به من حمل السلاح؛ لقتال المسلمين أو لإرهاربهم.

د حديث له ګټو څخه

مسلمان ته د خپلو مسلمانانو ورونو په وړاندې د جنګېدو په اړه سخت خبرداری.

د ځمکې پر مخ یو له سترو بدیو او لویو فسادونو څخه د مسلمانانو په وړاندې د وسلو پورته کول او د قتل له لارې فساد جوړول دي.

یاد شوی اخطار د حقې مبارزې په اړه نه دی، لکه د نافرمانو او فاسدو خلکو په وړاندې مبارزه او داسې نور.

په وسلو او یا بل څه سره د مسلمانانو د وېرولو حراموالی، که څه هم په ټوکه وي.

مراجع
نور (10)

صحيح البخاري (9/ 49) (7071).

صحيح مسلم (1/ 98) (100).

خلاصة الكلام شرح عمدة الأحكام.

لفيصل آل مبارك (ص406).

الإفهام في شرح عمدة الأحكام.

لابن باز (ص815).

الإلمام بشرح عمدة الأحكام.

لإسماعيل الأنصاري (2/ 195).

تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.

لعبد الله البسام (ص752).