Skip to content

"کله چې په تاسو کې یو څوک مجلس ته لاړ شي نو په خلکو دې سلام واچوي او کله چې غواړي ترې لاړ شي نو بیا دې هم پرې سلام واچوي، ځکه لومړی سلام د وروستي سلام په اړه کوم ځانګړی لومړیتوب نه لري".

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

"کله چې په تاسو کې یو څوک مجلس ته لاړ شي نو په خلکو دې سلام واچوي او کله چې غواړي ترې لاړ شي نو بیا دې هم پرې سلام واچوي، ځکه لومړی سلام د وروستي سلام په اړه کوم ځانګړی لومړیتوب نه لري".

«إِذَا انْتَهَى أَحَدُكُمْ إِلَى الْمَجْلِسِ فَلْيُسَلِّمْ، فَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَقُومَ فَلْيُسَلِّمْ، فَلَيْسَتِ الْأُولَى بِأَحَقَّ مِنَ الْآخِرَةِ».

ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او أحمد روایت کړی دی
حديث حسن
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه کړې چې څوک یو مجلس ته لاړ شي، نو پر هغوی دې سلام واچوي، او کله چې غواړي له هغه ځایه بېرته ولاړ شي، نو په سلام سره دې الله په اماني وکړي، ځکه د راتلو پر مهال لومړی سلام د الله په امانۍ پر مهال په دویم سلام کوم لومړیتوب نه لري.

د حديث له ګټو څخه

د سلام پر دودولو ټېنګار.

د مجلس پر خلکو د راتګ او تګ په حالتونو کې په سلام اچولو ټېنګار.

سندي ویلي: د هغه دا وینا (وإذا أراد أن يقوم) یعنې کله چې غواړي له مجلس څخه پاڅېږي، (فليس الأول بأحق) یعنې دواړه سلامونه ریښتیني سنت دي چې باید عمل پرې وشي، نو کله چې لومړی ثابت شو د دویم د پرېښودلو لپاره کومه ځانګړې وجه نه تر سترګو کېږي.

مراجع
نور (12)

سنن ابو داود (7/ 500) (5208).

جامع الترمذي (4/ 432) (2706).

د النسائي السنن الکبری (9/ 144) (10129).

د امام أحمد مسند (12/ 47) (7142).

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (11/ 360).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (2/ 142).

تطريز رياض الصالحين.

لفيصل آل مبارك (ص523).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (1/ 672).