«څوک چې د الکهف سورت له پیل نه لس آیتونه حفظ کړي، له دجال څخه به خوندي پاتې شي» او په یوه بله روایت کې راځي چې: «د الکهف سورت له پای څخه».
له ابو الدرداء رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«څوک چې د الکهف سورت له پیل نه لس آیتونه حفظ کړي، له دجال څخه به خوندي پاتې شي» او په یوه بله روایت کې راځي چې: «د الکهف سورت له پای څخه».
«مَنْ حَفِظَ عَشْرَ آيَاتٍ مِنْ أَوَّلِ سُورَةِ الكَهْفِ، عُصِمَ مِنَ الدَّجَّالِ». وفي رواية: «مِنْ آخِرِ سُورَةِ الكَهْف».
نبي ﷺ خبر ورکړی چې څوک د الکهف سورت له پېل څخه لس آیتونه له یادو زده کړي، هغه به د دجال له فتنې نه وساتل شي، خوندي او محفوظ به پاتې شي کوم چې د قیامت نه مخکې راوځي او د الوهیت دعوه به کوي، او د هغه فتنه به په ځمکه کې تر ټولو لویه فتنه وي؛ د حضرت آدم علیه السلام نه تر قیامته پورې، ځکه الله تعالی به هغه ته داسې خارقالعاده کارونه ورکړي چې پرې خلک غولوي او ازمايي، خو د الکهف سورت په پېل کې داسې عجیبې پیښې او نښانې شته چې له فتنو ډېرې لوی دي چې دجال پرې خلک تېر باسي، نو څوک چې دا آیتونه په غور سره ولولي او پرې پوه شي، هغه به د دجال په فتنه کې نه لوېږي. او په یوه بل روایت کې راځي چې: د الکهف سورت وروستي لس آیتونه چې دې آیت څخه پیلېږي: {أَفَحَسِبَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ أَن يَتَّخِذُواْ...}.
د الکهف سورت د فضیلت بیان او دا چې پيل او یا پای یې له دجال څخه د بچ کېدو لامل ګرځي.
د د جال په اړه معلومات او دا چې څه شی ترې انسان ژغورلی شي.
د الکهف سورت بشپړ حفظولو ته هڅونه، که یې نه شو کولی نو لس لومړي او لس وروستي آیتونه دې حفظ کړي.
القرطبي د دې د لامل په اړه ویلي چې: ویل کېږي د اصحاب الکهف کېسه ډېره حیرانوونکې او له عبرت نه ډکه ده، نو څوک چې دې کیسې ته غور وکړي، د دجال حالت به ورته حیرانوونکی نه ښکاري، او دجال به یې ګمراه نه کړي، همدارنګه ویل شوي چې د قرآن په هغه آیت کې چې الله تعالی فرمایلي: {لينذر بأسًا شديدًا من لدنه} یعنې: تر څو خلكو ته د الله تعالی د سخت عذاب اخطار وركړي) د دجال د فتنې د شدت او د هغه د خدایتوب له ادعا سره سمون خوري، له همدې امله، رسول الله ﷺ د دجال خبره لویه ګڼلې، خلکو ته یې خبرداری ورکړی، او د دجال له فتنې څخه یې پر الله پناه غوښتې ده، نو د حدیث معنا به داسې شي چې څوک چې دغه آیتونه ولولي، تدبر پکې وکړي او پر معنا یې ځان پوه کړي، نو ترې به ووېرېږي او له فتنې به یې خلاص شي.
نور (12)
صحيح مسلم (1/ 555) (809).
بهجة الناظرين.
لسليم الهلالي (2/ 243).
شرح النووي على مسلم (6/ 92).
فيض القدير شرح الجامع الصغير.
لعبدالرؤوف المناوي (6/ 119).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (13/ 115).
مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح.
لملا القاري (4/ 1465).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمصطفى الخن (2/ 760).
په کتابونو کې یاد شوی
5 کتابونهنور (4)
- الذكر والدعاء والعلاج بالرقي من الكتاب والسنة"من حفظ عشر آيات من أول سورة الكهف عُصِمَ من الدجال" .
- المنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالح - المعتمدالمنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالح“من حفظ عشر آيات من أول سورة الكهف عصم من الدجال”.
- النفحات المكية في تفسير كتاب رب البرية الجزء الخامس عشر«مَنْ حَفِظَ عَشْرَ آيَاتٍ مِنْ أَوَّلِ سُورَةِ الْكَهْفِ، عُصِمَ مِنَ الدَّجَّالِ»[1].
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 5«مَن حفظَ عشْرَ آياتٍ مِن أوَّلِ سورةِ الكَهْفِ عُصمَ مِنَ الدَّجَّالِ». وفي رواية: «مِن آخرِ سورةِ الكَهْفِ».