Skip to content

«مَنْ حَلَفَ بِالْأَمَانَةِ فَلَيْسَ مِنَّا». «چا چې په امانت قسم وکړ؛ هغه زمونږ له ډلې څخه نه دی».

له بریدة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«مَنْ حَلَفَ بِالْأَمَانَةِ فَلَيْسَ مِنَّا». «چا چې په امانت قسم وکړ؛ هغه زمونږ له ډلې څخه نه دی».

«مَنْ حَلَفَ بِالْأَمَانَةِ فَلَيْسَ مِنَّا».

ابو داود او احمد روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم پر امانت له قسم خوړلو څخه منع فرمایلې او اخطار یې ورکړى چې څوک دا کار کوي له موږ څخه نه دى.

د حديث له ګټو څخه

له الله سبحانه وتعالی پرته پر بل چا د قسم خوړلو ممانعت لکه: پر امانت قسم خوړل او دا یو ډول کوچنی شرک دی.

په امانت کې طاعت، عبادت، د چا سره یو شي اېښودل، نقدې، او یو چا ته امنیت ورکول شامل دي.

قسم یوازې په الله تعالی د هغه په نومونو او یا یو صفت سره کېږي.

خطابي فرمایلي: دا داسې ده لکه چې د کراهت لامل یې په الله تعالی او په صفاتو یې د قسم کولو امر وي، او دا چې امانت یې له صفاتو څخه یو صفت نه دی، بلکه له چارو یې یوه چاره او له فرضو یې یو فرض دی، نو دا چې د الله تعالی له صفاتو سره پکې ورته والی لیدل کېږي نو له دې امله ترې منع شول چې سوګند پرې یاد کړي.

مراجع
نور (14)

سنن ابو داود (5/ 155) (3253).

د امام أحمد مسند (38/ 82) (22980).

نزهة المتقين.

لمجموعة من الباحثين (2/ 1166).

بهجة الناظرين.

لسليم الهلالي (3/ 201).

مشكاة المصابيح.

للتبريزي (2/ 1020).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (6/ 452).

معالم السنن.

للخطابي (4/ 46).

سبل السلام.

الصنعاني (2/ 550 ).