٢٧ : ٤٤
قِيلَ لَهَا ٱدۡخُلِي ٱلصَّرۡحَۖ فَلَمَّا رَأَتۡهُ حَسِبَتۡهُ لُجَّةٗ وَكَشَفَتۡ عَن سَاقَيۡهَاۚ قَالَ إِنَّهُۥ صَرۡحٞ مُّمَرَّدٞ مِّن قَوَارِيرَۗ قَالَتۡ رَبِّ إِنِّي ظَلَمۡتُ نَفۡسِي وَأَسۡلَمۡتُ مَعَ سُلَيۡمَٰنَ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ
(بيا) هغې ته وويل شول: بنګلې ته ننوځه، نو چې ويې ليده، ګومان يې وكړ چې ډنډ دى او پايڅې يې له پنډيو پورته كړې سليمان وويل: دا د شيشې هواره بنګله ده، هغې وويل: زما ربه! ما پر خپل ځان ظلم كړى و او (اوس) ما له سليمان سره د مخلوقاتو پالونكي الله ته غاړه كېښودله.