Skip to content
د سورتونو لړليک /

الحج

الحج is chapter ٢٢ of the Quran and has ٧٨ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

78 آيتونه د سورت شمېره ٢٢
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱتَّقُواْ رَبَّكُمۡۚ إِنَّ زَلۡزَلَةَ ٱلسَّاعَةِ شَيۡءٌ عَظِيمٞ

ای خلکو! له خپل ربه ووېرېږئ، بې شکه د قیامت زلزله یو ډېر لوی (هېبتناک) شی دی.

يَوۡمَ تَرَوۡنَهَا تَذۡهَلُ كُلُّ مُرۡضِعَةٍ عَمَّآ أَرۡضَعَتۡ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمۡلٍ حَمۡلَهَا وَتَرَى ٱلنَّاسَ سُكَٰرَىٰ وَمَا هُم بِسُكَٰرَىٰ وَلَٰكِنَّ عَذَابَ ٱللَّهِ شَدِيدٞ

په کومه ورځ چې تاسي ووینئ دا زلزله نو غافله به شي هره شېدې ورکوونکي میرمن له هغه بچي څخه چې شیدې ورکوي، او وبه غورځوي هر حمل والا خپل حمل لره، او ته به وېني خلکو لره نشیان؛ حال دا دی چې دوی به نشه نه وي خو د الله عذاب سخت دی.

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يُجَٰدِلُ فِي ٱللَّهِ بِغَيۡرِ عِلۡمٖ وَيَتَّبِعُ كُلَّ شَيۡطَٰنٖ مَّرِيدٖ

او ځینې له خلکو څخه هغه دي چې جګړه کوي د الله (د توحېد) په باره کې پرته له کوم دلیل نه او تابعداري کوي د هر شیطان سرکش.

كُتِبَ عَلَيۡهِ أَنَّهُۥ مَن تَوَلَّاهُ فَأَنَّهُۥ يُضِلُّهُۥ وَيَهۡدِيهِ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلسَّعِيرِ

مقرر کړی شوی په باره د شیطان کې چې څوک د هغه سره ملګرتیا کوي نو یقېنا هغه یې بې لارې کوي او ښوونه ورته کوي عذاب د اور طرف ته.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِن كُنتُمۡ فِي رَيۡبٖ مِّنَ ٱلۡبَعۡثِ فَإِنَّا خَلَقۡنَٰكُم مِّن تُرَابٖ ثُمَّ مِن نُّطۡفَةٖ ثُمَّ مِنۡ عَلَقَةٖ ثُمَّ مِن مُّضۡغَةٖ مُّخَلَّقَةٖ وَغَيۡرِ مُخَلَّقَةٖ لِّنُبَيِّنَ لَكُمۡۚ وَنُقِرُّ فِي ٱلۡأَرۡحَامِ مَا نَشَآءُ إِلَىٰٓ أَجَلٖ مُّسَمّٗى ثُمَّ نُخۡرِجُكُمۡ طِفۡلٗا ثُمَّ لِتَبۡلُغُوٓاْ أَشُدَّكُمۡۖ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّىٰ وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَىٰٓ أَرۡذَلِ ٱلۡعُمُرِ لِكَيۡلَا يَعۡلَمَ مِنۢ بَعۡدِ عِلۡمٖ شَيۡـٔٗاۚ وَتَرَى ٱلۡأَرۡضَ هَامِدَةٗ فَإِذَآ أَنزَلۡنَا عَلَيۡهَا ٱلۡمَآءَ ٱهۡتَزَّتۡ وَرَبَتۡ وَأَنۢبَتَتۡ مِن كُلِّ زَوۡجِۭ بَهِيجٖ

ای خلكو! كه د بيا ژوندون په هكله په څه شک كې ياست، نو (خبر شئ) موږ تاسو له خاورې پيدا كړي ياست، بيا له نطفې، بيا د وينې له ټوټې، بيا د غوښې له بوټۍ نه چې پوره شكل لرونكې هم وي او نيمګړي شكل والا هم، دې لپاره چې تاسو ته (حقيقت) بيان كړو، او هره نطفه چې موږ يې وغواړو، تر يوې معلومې نېټې يې په رحمونو كې تم كوو، بيا مو د ماشوم په بڼه راوباسو، بيا (مو روزنه كوو) تر څو چې خپلې ځوانۍ ته ورسېږئ، او ځينې له تاسو نه (زر) وفات كېدلى شي، او ځينې مو تر ناكاره عمر ځنډېدلى شي (آن) چې له پوهېدو وروسته بيا په هېڅ نه پوهيږي، او ته خو ځمكه وينې چې وچه شاړه ده، بيا چې كله اوبه ورباندې راتويې كړو نو وخوځيږي، را ډډه شي او له هر ډول تاندو شنېليو نه راوټوكوي.