Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 87

فلټرونه لرې کړئ
"څوک چې له الله پرته په بل چا قسم وخوري هغه کفر او یا شرک وکړ".
صحيح دی ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
"کله چې په تاسو کې یو څوک له خپل (مسلمان) ورور سره مخ شي نو سلام دې پرې واچوي، که چېرته یې په منځ کې ونه، دیوال او یا ډبره راشي او بیا ورسره مخ شي، نو بیا دې پرې هم سلام واچوي".
صحيح دی ابو داود روايت کړی دی
«هېڅ داسې ورځې نشته چې نېک عمل پکې الله جل جلاله ته لدې ورځو څخه زیات محبوب وي، یعنې (د ذی الحجې) لس ورځې،، هغوی وویل: اې د الله جل جلاله رسوله! او د الله جل جلاله په لاره کې جهاد هم نه؟ هغه وفرمايل: او د الله جل جلاله په لاره کې جهاد هم نه، مګر هغه سړى چې له خپل ځان او مال سره وتلى وي او له هغې څخه هېڅ شی بیرته رانه وړي».
صحيح دی البخاري او أبو داود روایت کړی دی او الفاظ د هغه دي
یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: «السلام علیکم»، رسول ﷺ ځواب ورکړ او بیا کېناست، نو رسول ﷺ وفرمایل: «لس» بیا بل سړی راغی او ویې ویل: «السلام علیکم ورحمة الله»، رسول ﷺ یې ځواب ورکړ او بیا کېناست، رسول ﷺ وویل: «شل» بیا بل سړی راغی او ویې ویل: «السلام علیکم ورحمة الله وبركاته»، رسول ﷺ یې ځواب ورکړ او بیا کېناست، رسول ﷺ وفرمایل: «دیرش».
حسن ابوداود، الترمذي، احمد او الدارمي روايت کړی دی
«هېڅوک نشته چې ګناه وکړي، بیا پاڅيږي، ځان پاک کړي او بیا لمونځ وکړي، بیا له الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړي، مګر دا چې الله به هغه ته بخښنه وکړي»، بیا یې دا آیت ولوست.{وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ} او هغه كسان چې كله څه بد كار وكړي، یا پر خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي،[آل عمران سورت: 135 آیت ].
صحيح دی ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
رسول الله صلى الله عليه وسلم يو سړى وليد چې د صف تر شا يې يوازي لمونځ كاوه، نو هغه ته يې د لمانځه د راګرځولو امر وكړ.
حسن ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«له سرپرست پرته نکاح نشته».
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«څوک چې (نجومي زده کړه کوي)، هغه په حقیقت کې داسې ده لکه د سحر یوه برخه چې زده کوي، نو څومره یې چې زیاته زده کړه کوي په همغه اندازه یې د سحر د زده کړې کچه زیاتیږي».
صحيح دی ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی