عربي - Arabic English Qafár af - Afar Afrikaans - Afrikanns Akan Shqip - Albanian አማርኛ - Amharic Հայերեն - Armenian অসমীয়া - Assamese Azərbaycanca - Azerbaijani Bamanankan - Bambara Bassa Bemba বাংলা - Bengali Bosanski - Bosnian Български - Bulgarian မြန်မာဘာသာ - Burmese Bisaya - Cebuano Cham Нохчий - Chechen chiCheŵa - Chewa 中文 - Chinese Адыгэбзэ - Circassian Hrvatski - Croatian Česky - Czech Dagbani Dansk - Danish فارسی دری - Dari Dendi ދިވެހި ބަސް - Dhivehi Nederlands - Dutch إستوني - Estonian Suomi - Finnish Français - French Fulfulde - Fula ქართული - Georgian Deutsch - German Ελληνικά - Greek ગુજરાતી - Gujrati Kreyòl ayisyen - Haitian Creole Hausa हिन्दी - Hindi Magyar - Hungarian Igbo Indonesia - Indonesian Italiano - Italian 日本語 - Japanese Jóola - Jola ಕನ್ನಡ - Kannada Қазақша - Kazakh ភាសាខ្មែរ - Khmer Kikuyu Ikinyarwanda - Kinyarwanda Ikirundi - Kirundi 한국어 - Korean كوردی سۆرانی - kurdish كوردي kurmancî - Kurmanji Kyrgyz ລາວ - Lao latviešu - Latvian Lingala lietuvių - Lithuanian Luganda Македонски - Macedonian Maguindanaon Malagasy - Malagasy Bahasa Melayu - Malay മലയാളം - Malayalam Mandinka मराठी - Marathi Mõõré - Moore नेपाली - Nepali أنكو - NKo Norwegian ଓଡ଼ିଆ - Odia oromoo - Oromo پښتو - Pashto فارسی - Persian Polski - Polish Portuguese ਪੰਜਾਬੀ - Punjabi Română - Romanian Русский - Russian Српски - Serbian Shona සිංහල - Sinhala Slovenščina - Slovenian Soomaaliga - Somali Soninke Sesotho - Sotho Español - Spanish Kiswahili - Swahili Svenska - Swedish Tagalog Тоҷикӣ - Tajik தமிழ் - Tamil తెలుగు - Telugu ไทย - Thai ትግረኛ - Tigrinya Türkçe - Turkish Ukrainian اردو - Urdu ئۇيغۇرچە - Uyghur Ўзбек - Uzbek Việt Nam - Vietnamese Wolof Yao Yorùbá - Yoruba Zarma زولو - Zulu
780 احاديث
د نبوي احاديثو پوهنغونډ
وېشنيزې
وېشنيزې (13)
د حدیث درجه
روایت شوی په
پاتې سرچینې وښایاست
راوي
ټول راویان وښایاست (78)
ما وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
بېشکه لومړۍ ډله چې جنت ته به داخلېږي، د بدر د شپې (څوارلسمې) سپوږمۍ په څېر به ښکلي وي؛ بیا ورپسې کسان به د آسمان د تر ټولو روڼ ستوري په شان ځلېږي دوی به نه تشې متیازې کوي او نه ډکې، او نه به لیاړې او بلغم تو کوي، د هغوی ږمنځې به له سرو زرو څخه وي او خولې (عرق) به یې مشک وي، بخورونه (د خوشبویۍ مواد) به یې د (عود الأنجوج) څخه وي (دا د خوشبویه لرګي یو ښه کیفیت لرونکی لرګی دی چې د دودولو پر مهال ښایسته بوی کوي)، یو ډول خوشبویي ده، ښځې به یې حورالعین وي، ټول به د یوه سړي په شکل وي؛ د خپل پلار آدم په صورت، چې قد به یې شپېته ذراعه لوړ وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو زیات غني یم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم ».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«الله جل جلاله به د قيامت په ورځ هغه دوزخي انسان ته چې تر ټولو لږ عذاب ویني ووايي : که چېرته دې په ځمکه کې د ټولو شتو یو څه اختیار درلوده نو آیا نن ورځ به دې د فدیې په توګه ورکړي وو؟ هغه به ووایي هو، نو وبه وایي: ما درڅخه لدې اسانه غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې چې ته د آدم په شا کې وې چې: ماسره به هېڅ شی نه شریکوې، خو تا ونه منله مګر دا چې ما سره شرک وکړې».
صحيح دی متفق علیه دی
علي بن أبي طالب رضي الله عنه له یمن څخه رسول الله ﷺ ته یو څه سره زر راولېږل، چې په یوه رنګ شوي پوستکي کې تاو وو او له خاورو لا پاک شوي نه و، نو رسول الله ﷺ د څلور کسانو تر منځه ووېشل: عیینه بن بدر، اقرع بن حابس، زید الخیل، او څلورم کس یا علقمه و یا عامر بن طفیل، نو د رسول الله ﷺ له اصحابو څخه یو کس وویل: موږ له دې کسانو نه زیات مستحق وو، وایي، دا خبره رسول الله ﷺ ته ورسېده، نو هغه وفرمایل: «آیا پر ما باور نه کوئ، حال دا چې زه د هغه ذات امین یم چې په آسمان کې دی؟ ما ته د آسمان خبرونه سبا او بیګا راځي» بیا یو سړی راپاڅېد، چې سترګې یې ژورې، غومبوري یې لوړ، تندی یې پورته، ږیره یې ګڼه، سر یې پک، او لنګ یې بډ وهلی و، هغه وویل: اې د الله رسوله! له الله نه ووېرېږه! رسول الله ﷺ وفرمایل: «هلاک شې! آیا زه د ځمکې په خلکو کې تر ټولو زیات له الله نه ویریدونکی نه یم»؟ وایي، بیا هغه سړی لاړ، نو خالد بن ولید رضي الله عنه وویل: اې د الله رسوله! آیا څټ یې ونه وهم، رسول الله ﷺ وفرمایل:«نه، شاید دا سړی لمونځ کوي» نو خالد وویل: ډېر داسې لمونځ کوونکي شته چې په ژبه یو څه وايي، خو هغه یې په زړه کې نه وي، رسول الله ﷺ وفرمایل: «زه مامور نه یم چې د خلکو زړونه وڅېړم یا یې نسونه څیرې کړم» وایي، بیا یې ورولیدل، په داسې حال کې چې هغه روان و، نو ویې فرمایل: د دې سړي له شا څخه به داسې خلک راووځي چې د الله کتاب به ښایسته لولي، خو له ستوني به یې نه تېرېږي، خو له دین څخه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندې څخه وځي»، راوي وايي: ګومان کوم رسول الله ﷺ وویل: «که زه هغوی ومومم، نو د ثمود د قوم په شان به یې ووژنم».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه خبره وكړه او ما بله وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « څوک چې مړ شي پداسې حال کې چې هغه د الله جل جلاله سره شریک رابلي، اور ته به داخل شي» او ما وویل: څوک چې مړ شو پداسې حال کې چې د الله جل جلاله سره بل شریک نه رابلي، جنت ته به داخل شي.
صحيح دی متفق علیه دی
"الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«په تاسو کې هېڅوک نشته مګر دا چې الله به ورسره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د هغه او د ده ترمنځ به هېڅ ترجمان نه وي، نو خپل ښي طرف ته به وګوري، یوازې هغه څه به وګوري چې وړاندې کړي یې دي، او بل (چپ) طرف ته به وګوري او یوازې هغه څه به یې تر سترګو شي چې وړاندې کړي یې دي، او مخامخ به وګوري نو یوازې اور به یې مخ ته وي، نو له اور څخه ځان وژغورئ که څه هم په نیمه خرما سره وي».
صحيح دی متفق علیه دی