ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه».
د ابی عمرو ـ او ویل شوي چې: له ابی عمرة ـ سفیان بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي چې:
ما وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه».
قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، قُلْ لِي فِي الْإِسْلَامِ قَوْلًا لَا أَسْأَلُ عَنْهُ أَحَدًا غَيْرَكَ، قَالَ: «قُلْ: آمَنْتُ بِاللهِ، ثُمَّ اسْتَقِمْ».
صحابي سفیان بن عبدالله رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې هغه ته یوه داسې وینا وښیي چې د اسلام په جامع مفهوم مشتمله وي تر څو پرې عمل وکړي او له بل چا یې په اړه پوښتنه ونکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ووایه چې: الله مې یو ګڼلی او ایمان مې راوړی چې هغه مې خالق او حق معبود دی او هېڅ شریک نه لري. بیا د فرایضو په ادا کولو سره د الله جل جلاله پیروۍ ته غاړه ږدي او محارم یې پریږدي او همداسې دوام ورکوي.
د دین بنسټ په الله جل جلاله، د هغه په ربوبیت، الوهیت، نومونو او صفتونو ایمان درلودل دي.
له ايمان راوړلو وروسته د استقامت اهميت، عبادت ته ادامه ورکول او په هغه باندې ثابت قدمه پاتې کېدل.
ایمان د عمل د قبلېدو لپاره شرط دی.
په الله جل جلاله ایمان؛ په هغه اصولو او عقایدو باور ساتل دي چې ایمان راوړل پرې واجب دي او هغه څه چې د زړونو له عملونو څخه یې پیروي کوي، او الله جل جلاله ته غاړه ایښودل، په ظاهر او باطن کې هغه ته تسلمېدل دي.
استقامت؛ د واجباتو په تر سره کولو او د منهیاتو په پرېښودلو سره په مستقیمې لارې له دوامداره تللو څخه عبارت دی.
نور (7)
صحيح مسلم (1/ 65) (38).
د امام أحمد مسند (24/ 141) (15416).
المفهم (1/137).
جامع العلوم والحكم (1/507).
فتح القوي المتين للعباد (ص 76).
شرح الأربعين النووية لعبد الكريم الخضير (ص 285).
شرح الأربعين لصالح آل الشيخ (ص 305).