Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 51

فلټرونه لرې کړئ
"کله چې ستاسو څخه یو څوک اودس وکړي، نو پوزې ته دې اوبه واچوي، بیا دې سوڼ کړي، او که له تاسو څخه یو څوک اودس وچوي نو په تاق عدد (اودس ماتو) دې وچ وکړي او کله چې له تاسو څخه یو څوک له خوبه راپاڅیږي، نو خپل لاس دې ومینځي، مخکې له دې چې هغه په ​​لوښي کې ښکته کړي، ځکه چې ستاسو څخه یو څوک پدې نه پوهیږي چې لاس یې شپه چېرته تېره کړې ده». او د مسلم لفظ داسې دی: کله چې له تاسو څخه څوک له خوبه راویښ شي، نو تر هغې دې خپل لاس په لوښي کې نه ډوبوي، تر څو چې یې درې ځلې پرېمنځلی نه وي، ځکه هغه نه پوهېږي چې لاس یې په کوم ځای کې شپه تېره کړې ده».
صحيح دی متفق علیه دی
یو سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې په چپ لاس خوراک کاوه، نو ویې فرمایل: « په ښي لاس وخوره» هغه وویل: نه شم کولای: هغه وفرمایل: ویې نه کړای شې(یعنې لاسونه دې شل شه) هغه - له دې څخه کبر منع کړ چې په ښي لاس خوراک وکړي- وایې: ویې نه کړای شول چې خپل لاس خولې ته پورته کړي.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به هره شپه کله خپل خوب ځای ته راغی، نو خپل لاسونه به یې سره یو ځای کړل، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ} او {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ} سورتونه به یې ولوستل او په لاسونو کې به چف کړل، بیا به یې لاسونه پر ځان راکش کړل، تر کوم ځایه به یې چې لاسونه رسېدل، له سر څخه به یې پيل وکړ، پر مخ او د بدن په مخکې برخې راکش کړل، دا کار به یې درې ځلې تکراروو.
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: په اسلام کې کوم خوی ډېر غوره دی؟ هغه وفرمايل: «دا چې چاته خوراک ورکړې او په اشنا او نا اشنا سلام واچوې».
صحيح دی متفق علیه دی
«یقینا چې الله جل جلاله له بنده څخه هغه مهال راضي کیږي کله چې هغه یوه مړۍ وخوري او بیا پرې د هغه ستاینه وکړي (الحمد لله ووایي) او یا یو ګوټ اوبه وڅښي او د هغه ستاینه پرې وکړي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«مَا شَيْءٌ أَثْقَلُ فِي مِيزَانِ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ خُلُقٍ حَسَنٍ، وَإِنَّ اللَّهَ لَيُبْغِضُ الفَاحِشَ البَذِيءَ». "د قيامت په ورځ د مؤمن په ترازو کې له ښو اخلاقو څخه بل څه دروند نشته، او یقینا چې الله جل جلاله له فاحش او بې حيا څخه نفرت کوي".
صحيح دی ابو داود او الترمذي روايت کړی دی
«هیڅ دوه مسلمانان سره نه مخامخ کېږي او یو له بل سره روغبړ نه کوي مګر دا چې له جلا کېدو نه وړاندې به ورته بخښنه وشي».
د ټولو روایتونو په اعتبار صحیح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهېږي چې خبر يې اورېدلی وي».
صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی