Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 51

فلټرونه لرې کړئ
"کله چې په تاسو کې یو څوک مجلس ته لاړ شي نو په خلکو دې سلام واچوي او کله چې غواړي ترې لاړ شي نو بیا دې هم پرې سلام واچوي، ځکه لومړی سلام د وروستي سلام په اړه کوم ځانګړی لومړیتوب نه لري".
حسن ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او أحمد روایت کړی دی
«لَا تَبْدَؤوا الْيَهُودَ وَلَا النَّصَارَى بِالسَّلَامِ، فَإِذَا لَقِيتُمْ أَحَدَهُمْ فِي طَرِيقٍ فَاضْطَرُّوهُ إِلَى أَضْيَقِهِ». " تاسو یهودو او نصاراوو ته په سلام ورکولو پیل مه کوئ، او کله چې تاسو له هغوی څخه د یو سره مخ شوئ نو تنګې لار ته یې اړ کړئ".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«په تاسو کې دې هېڅوک د ادرار کولو پر مهال ښی لاس خپلې تناسلي آلې ته نه وروړي او نه دې په ښي لاس د حاجت ځای پاکوي او نه دې په لوښي کې پوکی کوي».
صحيح دی متفق علیه دی
"الله عزوجل فرمایلي: د آدم زوی ما ازاروي، په زمانې بد وایې، حال دا چې زه زمانه یم، چاره زما په لاس کې ده، شپه او ورځ اړوم راړوم".
صحيح دی متفق علیه دی
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه، نو خپل لاس به یې په خوله کېښود او یا به یې خپلې جامې په خوله کېښودې او خپل غږ به یې ښکته کړ(یعنې د پرنجې پر مهال به یې خپل غږ کنترول کړ).
صحيح دی ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
«سپور به په پیاده، پياده به په ناست او کم به په ډېرو سلام اچوي».
صحيح دی متفق علیه دی
«آيا تاسو پوهېږئ چې غيبت څه ته وايي؟ هغو وويل: الله جل جلاله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: " په هغه څه سره دې د (مسلمان) ورور یادول چې هغه یې نه خوښوي." وویل شو: پدې اړه خبر راکړه چې: که چېرته زما په ( مسلمان ) ورور کې هغه څه وي چې زه وایم؟ ویې فرمایل: "که چېرته هغه څه پکې وي چې ته یې وایې نو غیبت دې وکړ او که چېرته پکې نه وي نو تور ( تهمت ) دې پرې پورې کړ».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سرپرستي کې کوچنی ماشوم وم، (د ډوډۍ خوړلو پر مهال به مې) لاس په کاسه کې آخوا او دېخوا کېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: « اې هلکه، بسم الله ووایه، په ښي لاس خوراک کوه او له خپلې مخې څخه خوراک کوه» نو له هغه وروسته مې همدا د ډوډۍ خوړلو طریقه شوه.
صحيح دی متفق علیه دی