موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پیشلمی وکړ، بیا لمانځه ته پاڅېده، ما وویل: د اذان او پیشلمي تر منځه څومره وخت و؟ هغه وویل: د پنځوس آیتونو په اندازه.
د زید بن ثابت رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې:
موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پیشلمی وکړ، بیا لمانځه ته پاڅېده، ما وویل: د اذان او پیشلمي تر منځه څومره وخت و؟ هغه وویل: د پنځوس آیتونو په اندازه.
تَسَحَّرْنَا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، ثُمَّ قَامَ إِلَى الصَّلاةِ، قُلْتُ: كَمْ كَانَ بَيْنَ الأَذَانِ وَالسَّحُورِ؟ قَالَ: قَدْرُ خَمْسِينَ آيَةً.
ځینو صحابه کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پیشلمی وکړ چې بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار لمانځه ته پاڅېده. نو انس زید بن ثابت رضي الله عنه ته وویل چې: د اذان او د پیشلمي د پای تر منځ څومره وخت و؟ نو زید رضي الله عنه وویل: لکه د پنځوس درمیانه آیتونو د لوستلو په اندازه، نه اوږده او نه لنډ آیتونه، نه په ډېره تیزۍ او نه په ډېر کرار سره.
وروستي وخت ته د پیشلمي وروسته کوو غوره والی؛ او کله یې چې وروسته کړي نو بدن ته یې د ورځې په اوږدو کې ګټه ډېره وي.
صحابه کرام په رسول الله صلی الله علیه وسلم راټولېدو ته لیواله وو چې زده کړه ترې وکړي.
له خپلو اصحابو سره د رسول الله صلى الله عليه وسلم ښه سلوک، چې له هغوی سره به یې یو ځای خوراک کاوه.
د روژې نیولو وخت د سهار راختل دي.
د هغه دا وینا چې: (د اذان او پیشلمي تر منځ څومره وخت و) نو مراد ترې د پیشلمي او اقامت تر منځ وخت دی؛ لکه څنګه چې په بل حدیث کې فرمایي چې: "د پیشلمي د خلاصېدو او په لمانځه کې د داخلېدو تر منځ څومره واټن و"، او حدیثونه یو بل تشریح کوي.
مهلب ویلي: په دې کې د بدن د اعمالو له مخې د وخت اټکل دی، او عربو به وختونه د کارونو له مخې ټاکل، لکه څرنګه چې وايي: د مېږې د لوشلو په اندازه، د اوښ د حلالې په اندازه، نو زید بن ثابت رضی الله عنه دې ته په لېدو ترې د قراءت د اندازې وخت واخیست؛ دا په دې دلالت کوي چې هغه وخت؛ د عبادت وخت په تلاوت سره اندازه کېده، او که چیرته یې له عمل پرته په څه سره اندازه ګیري کوله نو داسې به یې ویلي و چې: د یوې درجې په اندازه او یا د ساعت دریېمه او پنځمه برخه.
ابن ابی جمرة ویلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم دې ته لیدل چې کوم یو یې د امت له وسې پوره دی؛ ځکه که چېرته هغه پېشلمی نه و کړی نو خامخا به یې صحابه و پيروي کړې وه او ځینو ته به دا سخته تمامه شوې وه، او که چېرته یې په نیمه شپه کې پېشلمی کړی و نو بیا به هم ځینو هغو ته سخته وه چې خوب پرې غلبه کوله، نو کېدی شي له امله یې ترې د سهار لمونځ پاتې شوی وی او یا به یې مبارزې ته اړتیا درلوده چې ویښ پاتې شي.
نور (8)
صحيح البخاري (3/ 29) (1921).
صحيح مسلم (2/ 771) (1097).
تيسير العلام.
لعبد الله البسام (ص318).
تنبيه الأفهام شرح عمدة الأحكام.
لابن عثيمين (3/ 418).
خلاصة الكلام على عمدة الأحكام.
لفيصل آل مبارك (ص147).