Skip to content

رسول الله صلی الله علیه وسلم د (روژې د میاشتې) په وروستیو لسو شپو کې د نورو شپو په پرتله زیات زیار ویسته.

له عائشې أم المؤمنین رضي الله عنها څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د (روژې د میاشتې) په وروستیو لسو شپو کې د نورو شپو په پرتله زیات زیار ویسته.

كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَجْتَهِدُ فِي الْعَشْرِ الْأَوَاخِرِ مَا لَا يَجْتَهِدُ فِي غَيْرِهِ.

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

کله به چې د روژې وروستۍ لسیزه راورسېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به په عبادت او اطاعت کې ډېر زیار ویسته او د ښېګڼې د اعمالو په ډولونو کې به یې د نورو نیکو عملونو په پرتله له حده زیاته مبالغه کوله، دا د دې شپو د عظمت او فضیلت او د لیلة القدر د لاندې کولو پسې د هڅې له امله.

د حديث له ګټو څخه

د روژې په مبارکه میاشت کې په عمومي توګه او په وروستیو لسو ورځو کې په ځانګړې توګه زیاتې نیکۍ او اطاعت ته د خلکو هڅول.

د رمضان د میاشتې وروستۍ لسیزه له یوویشتمې شپې څخه د میاشتې تر پای پورې وي.

د طاعت لپاره د غوره وختونو څخه ګټه پورته کول مستحب دي.

مراجع
نور (7)

صحيح مسلم (2/ 832) (1175).

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (14/ 463).

نزهة المتقين.

لمجموعة من الباحثين (2/ 848).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (2/ 339).