«الحَسَن والحُسَيْن سَيِّدا شَباب أهْل الجنة». "حسن او حسین د جنتیانو د ځوانانو سرداران دي".
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«الحَسَن والحُسَيْن سَيِّدا شَباب أهْل الجنة». "حسن او حسین د جنتیانو د ځوانانو سرداران دي".
«الحَسَن والحُسَيْن سَيِّدا شَباب أهْل الجنة».
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې د هغه دوه لمسیان؛ حسن او حسین چې د علي بن ابي طالب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور فاطمې رضي الله عنهم زامن دي، دوی دواړه په فضیلت کې د هر هغه ځوان باداران دي چې په ځوانۍ کې مړ شي، یا دا چې دواړه د ټولو جنتي ځوانانو سرداران دي، پرته له انبیاوو او خلفای راشدینو څخه.
پدې کې د حسن او حسین رضي الله عنهم ښکاره فضیلت دی.
د حدیث د مفهوم په باره کې ویل شوي چې: د حدیث د بیانېدو پر مهال به دوی د دې زمانې د جنتي ځوانانو باداران وي، یا دا چې دوی د هغو خلکو تر منځه غوره دي چې د فضیلت په اړه یې کوم ثبوت نشته؛ لکه کوم ثبوت چې د انبیاوو او خلفاوو په اړه راغلی، یا دا چې دوی د هغو ځوانانو بادارن دي چې د ځوانۍ او نرتوب صفتونه ولري لکه: ښه سړیتوب، سخاوت، زړورتیا، او دا چې په دې سره مراد د ځوانۍ عمر ندی؛ ځکه چې حسن او حسین دواړه زاړه مړه شوي دي.
نور (8)
جامع الترمذي (6/ 113) (3768).
د امام أحمد مسند (17/ 31) (10999).
حاشية السندي على سنن ابن ماجه.
محمد بن عبد الهادي التتوي (1/ 56).
تحفة الأحوذي بشرح جامع الترمذي.
محمد المباركفوري (10/ 178).
المصباح المنير في غريب الشرح الكبير.
لأحمد الفيومي (1/ 294).
په کتابونو کې یاد شوی
3 کتابونهنور (3)
- المعايشون للمصطفى صلى الله عليه وسلم(الحسن والحسين سيِّدا شباب أهل الجنة)). ([291])
- المعايشون للمصطفى صلى الله عليه وسلم(الحسن والحسين سيدا شباب أهل الجنة))،([325])
- المناهج التعليمية - الصف السادسالمناهج الدراسية - التوحيد - الصف السادس «الْحَسَنُ وَالْحُسَيْنُ سَيِّدَا شَبَابِ أَهْلِ الْجَنَّةِ»[38].