"کله چې یو سړی له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه ته دې ووایي چې مینه ورسره لري".
مقدام بن معدیکرب - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي فرمایي:
"کله چې یو سړی له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه ته دې ووایي چې مینه ورسره لري".
«إِذَا أَحَبَّ الرَّجُلُ أَخَاهُ فَلْيُخْبِرْهُ أَنَّهُ يُحِبُّهُ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مؤمنانو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او د هغوی تر منځ د مینې د پراخولو یو لامل بیان کړی، هغه دا چې که څوک له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه دې خبر کړي چې له هغه سره مینه لري.
د الله تعالی لپاره د پاکې مینې فضیلت، نه د دنیاوي ګټې لپاره.
دا غوره ده چې محبوب ته له هغه سره د مینې په اړه ووایاست، ترڅو مینه او محبت زیات شي.
د مومنانو تر منځ د مينې خپرول ايماني ورورولي پياوړې کوي او ټولنه له تفرقې او بې اتفاقۍ څخه ساتي.
نور (16)
سنن ابو داود (7/ 444) (5124).
جامع الترمذي (4/ 199) (2392).
د النسائي السنن الکبری (9/ 87) (9963).
د امام أحمد مسند (28/ 408) (17171).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (1/ 450).
تطريز رياض الصالحين.
لفيصل المبارك (ص258).
رياض الصالحين للنووي.
(ص138) (383).
سلسلة الأحاديث الصحيحة وشيء من فقهها وفوائدها.
للألباني (1/ 777).
فيض القدير شرح الجامع الصغير.
للمناوي (1/ 247).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (6/ 279).