Skip to content

«له ښېګڼې څخه څه شی سپک مه ګڼه، اګر که د خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ شې».

له أبو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ماته رسول الله صلی الله علیه وفرمایل:

«له ښېګڼې څخه څه شی سپک مه ګڼه، اګر که د خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ شې».

«لَا تَحْقِرَنَّ مِنَ الْمَعْرُوفِ شَيْئًا، وَلَوْ أَنْ تَلْقَى أَخَاكَ بِوَجْهٍ طَلْقٍ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په نیکۍ کولو ټینګار کړی، او دا چې (څوک) یې سپکه ونه ګڼي که څه هم لږه وي، لکه له یو چا سره په موسکا کې په ورین تندي مخ کېدل، نو مسلمان ته په کار دي چې پاملرنه ورته وکړي؛ ځکه چې پدې کې د یو مسلمان ورور ته سکون ورکول او خوشحالول دي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

د مومنانو تر منځ د مينې فضيلت، او په موسکا او ورین تندي سره مخ کېدل.

د دې شريعت بشپړتيا او ټول شمولوالي او دا چې دې شریعت په هر هغه څه سره راتګ کړی دی چې د مسلمانانو سمونتیا او یووالی پکې وي.

په نیکۍ کولو ټینګار که څه هم لږه وي.

د مسلمانانو خوشحالول؛ ځکه چې پدې سره د دوی تر منځ نږدېوالی رامنځته کیږي.

مراجع

(1/ 572).

نور (8)

صحيح مسلم (4/ 2026) (2626).

منحة العلام في شرح بلوغ المرام.

لعبد الله الفوزان (10/ 119).

توضيح الأحكام من بلوغ المرام.

للبسام (7/ 341).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (2/ 20).