Skip to content

"زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې غوره اخلاق د کمال تر کچې ورسوم".

له ابوهرېرة رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي:

"زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې غوره اخلاق د کمال تر کچې ورسوم".

«إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الْأَخْلَاقِ».

امام بخاري په الأدب المفرد کې، احمد او البیهقي روایت کړی دی.
حديث حسن
تشریح

رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله هغه د دې لپاره رالېږلی، تر څو د اخلاقو فضیلتونه او ښېګڼې بشپړې کړي؛ ځکه هغه صلی الله علیه وسلم د پخوانیو پیغمبرانو د (رسالتونو) بشپړوونکی رالېږل شوی، او د عربو د ښو اخلاقو پوره کوونکی، عربان داسې وو چې خیر به یې خوښاوه او له شر څخه به یې کرکه کوله، د مروت، کرم او شهامت خاوندان وو؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې لپاره رالېږل شوی و، تر څو د هغوی په اخلاقو کې شته نیمګړتیاوې بشپړې کړي، لکه په نسبونو افتخار کول، تکبر، فقیر سپک ګڼل او داسې نور.

د حديث له ګټو څخه

ښو اخلاقو ته هڅوونه، او له بدو اخلاقو منع کول.

په اسلامي شریعت کې د ښو اخلاقو اهمیت بیانول او دا چې دا د اسلام له لومړیتوبونو څخه دي.

د جاهليت د زمانې خلکو ځینې غوره اخلاق درلودل لکه سخاوت، مېړانه، او نور؛ نو اسلام راغی تر څو دا اخلاق بشپړ کړي.

مراجع
نور (4)

الأدب المفرد (ص104) (273).

د امام أحمد مسند (14/ 512) (8952).

د البيهقي السنن الکبری، (10/ 191) (20819).

عمدة القاري شرح صحيح البخاري (22/ 118).