Skip to content

"اې ابوذره، کله چې شوروا پخوې، ډېرې اوبه ور اضافه کړه او له خپلو ګاونډیانو سره یې شریکه کړه".

له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

"اې ابوذره، کله چې شوروا پخوې، ډېرې اوبه ور اضافه کړه او له خپلو ګاونډیانو سره یې شریکه کړه".

«يَا أَبَا ذَرٍّ إِذَا طَبَخْتَ مَرَقَةً فَأَكْثِرْ مَاءَهَا، وَتَعَاهَدْ جِيرَانَكَ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

ابوذر الغفاري رضی الله عنه ته رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې کله شوروا پخوې، نو اوبه او ښوروا دې زیات کړه، او خپل ګاونډیان دې پرې وپاله.

د حديث له ګټو څخه

ګاونډیانو سره ښه چلند ته هڅوونه.

د ګاونډیانو ترمنځ د ډالیو د تبادلې مستحبوالی، ځکه چې دا کار مینه زېږوي او مینه کې زیاتوالی راولي، او هغه مهال پدې کار زیات ټینګار کېږي، کله چې خواړه ځانګړې خوشبویي ولري او د ګاونډي اړتیا معلومه شي.

ښو کارونو ته هڅوونه او هر هغه څه چې ممکن وي، حتی که لږ هم وي، څو د مسلمانانو زړونو خوشحاله شي.

مراجع
نور (7)

صحيح مسلم (4/ 2025) (2625).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (1/ 386).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (3/ 175).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (1/ 301).