Skip to content

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر منځه «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي» وېل.

له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر منځه «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي» وېل.

أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقُولُ بَيْنَ السَّجْدَتَيْنِ: «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي».

ابو داود، النسائي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر منځه د ناستي پر مهال دا دعا کوله: «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي». یعنې ربه ما ته بښنه وکړه، ربه ما ته بښنه وکړه. او تکراروله به یې. او د رب اغفرلی معنا: له رب څخه د بنده غوښتنه ده تر څو یې ګناه پاکه او عیبونه یې پټ کړي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

په فرض او نفل لمونځونو کې د دوو سجدو تر منځه د دې دعا د وییلو مشروعیت.

د رب اغفرلی د تکرارولو مشروعیت، پداسې حال کې چې یو ځل لوستل یې واجب دي.

مراجع
نور (5)

سنن ابو داود (2/ 154) (874).

سنن النسائي (2/ 231) (1145).

سنن ابن ماجه (2/ 64) (897).

د امام أحمد مسند (38/ 392) (23375).

نيل الأوطار (2/ 305).