Skip to content

«څوک چې د ناروغ پوښتنې ته ورغی او دا دعا یې پرې اووه ځلې وویله: أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ»، یعنې د لوی الله نه؛ چې د لوی رب څښتن دی سوال کوم چې تا روغ کړي، مګر دا چې الله به یې روغ کړي، -خو چې نېټه یې پوره شوي نه وي-.

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«څوک چې د ناروغ پوښتنې ته ورغی او دا دعا یې پرې اووه ځلې وویله: أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ»، یعنې د لوی الله نه؛ چې د لوی رب څښتن دی سوال کوم چې تا روغ کړي، مګر دا چې الله به یې روغ کړي، -خو چې نېټه یې پوره شوي نه وي-.

«مَنْ عَادَ مَرِيضًا، لَمْ يَحْضُرْ أَجَلُهُ فَقَالَ عِنْدَهُ سَبْعَ مِرَارٍ: أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ، إِلَّا عَافَاهُ اللَّهُ مِنْ ذَلِكَ الْمَرَضِ».

ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هېڅ مسلمان د بل ناروغ مسلمان پوښتنې ته نه ورځي چې اجل یې پوره شوی نه وي او دا دعا پرې نه وایي - چې (أسأل الله العظيم) د هغه الله نه سوال کوم چې په ذات، صفاتو او افعالو کې لوی دی(رب العرش العظيم أن يشفيك) د لوی عرش خاوند دی چې تا روغ کړي، او اووه ځلې یې پرې وویله - مګر دا چې الله به یې له هغه مرض نه ورغوي.

د حديث له ګټو څخه

پدې دعا سره ناروغ ته دعا کول او اووه ځلې یې تکرارول.

د الله تعالی په اجازه د هغه چا رغېدنه حتمي ده چې دا دعا پرې وویل شي، خو چې له صدق او خېر غوښتنې له مخې وي.

دا دعا به پټه او ښکاره وایي، ځکه هره بڼه یې جایزه ده، خو چې ناروغ ته یې ور واوروي غوره او افضله ده، ځکه پدې سره خوشحالېږي.

مراجع
نور (14)

سنن ابو داود (5/ 22) (3106).

جامع الترمذي (3/ 593) (2083).

د النسائي السنن الکبری (9/ 385) (10820).

د امام أحمد مسند (4/ 40) (2137).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (2/ 163).

تطريز رياض الصالحين.

لفيصل آل مبارك (ص537).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (4/ 483).

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (11/ 559).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (1/ 689).