Skip to content

چا چې خپل (مسلمان) ورور ته وویل چې: "اې کافره!"، نو دا (تکفیر) به له دوی څخه د یو پورې نښلي؛ که هغه رښتیا کافر وي نو خبره پر ځای ده، او که نه وي، نو دا خبره به بېرته پر هماغه ویونکي ورګرځي».

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وايي چې: رسول الله ﷺ فرمایلي:

چا چې خپل (مسلمان) ورور ته وویل چې: "اې کافره!"، نو دا (تکفیر) به له دوی څخه د یو پورې نښلي؛ که هغه رښتیا کافر وي نو خبره پر ځای ده، او که نه وي، نو دا خبره به بېرته پر هماغه ویونکي ورګرځي».

«أَيُّمَا امْرِئٍ قَالَ لِأَخِيهِ: يَا كَافِرُ، فَقَدْ بَاءَ بِهَا أَحَدُهُمَا، إِنْ كَانَ كَمَا قَالَ، وَإِلَّا رَجَعَتْ عَلَيْهِ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

نبي ﷺ مسلمان ته دا خبرداری ورکړی چې خپل مسلمان ورور ته دې «اې کافره!» نه وايي، ځکه د کفر دا خبره به د دوی له یو سره تړلې وي؛ که مخاطب رښتیا کافر وي، نو خبره پرې صدق کوي او که نه وي نو د خپل ورور تکفیرول به بېرته پر ویونکي ورګرځي.

د حديث له ګټو څخه

دا حدیث مسلمان ته خبرداری ورکوي چې خپل مسلمان ورور په داسې صفت سره یاد نه کړي چې په هغه کې نه وي لکه فسق یا کفر.

له دې ناوړه وینا څخه وېرول او دا چې ویونکی یې په لوی خطر کې دی، کله چې خپل (مسلمان) ورور ته ووایي، نو په کار ده چې د ژبې ساتنه يې وشي او دا چې باید یوازې د علم او بصیرت پر بنسټ خبرې وشي.

مراجع
نور (5)

صحيح البخاري (8/ 26) (6104).

صحيح مسلم (1/ 79) (60).

البحر المحيط الثجاج في شرح صحيح الإمام مسلم بن الحجاج (2/ 390).

إرشاد الساري لشرح صحيح البخاري (9/ 65).

النهاية في غريب الحديث والأثر (91).