«بِاسْمِ اللهِ أَرْقِيكَ، مِنْ كُلِّ شَيْءٍ يُؤْذِيكَ، مِنْ شَرِّ كُلِّ نَفْسٍ أَوْ عَيْنِ حَاسِدٍ، اللهُ يَشْفِيكَ بِاسْمِ اللهِ أَرْقِيكَ». «د الله په نوم دې دموم، له هر هغه شي نه چې تا ځوروي، د هر نفس او د حسد کوونکي له بدۍ څخه، الله دې شفا درکړي، د الله په نوم دې دموم».
له ابو سعید رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
جبرائیل علیه السلام نبي ﷺ ته راغی او ویې ویل: اې محمده! ناروغ یې؟ هغه وفرمایل: هو، ویې ویل: «بِاسْمِ اللهِ أَرْقِيكَ، مِنْ كُلِّ شَيْءٍ يُؤْذِيكَ، مِنْ شَرِّ كُلِّ نَفْسٍ أَوْ عَيْنِ حَاسِدٍ، اللهُ يَشْفِيكَ بِاسْمِ اللهِ أَرْقِيكَ». «د الله په نوم دې دموم، له هر هغه شي نه چې تا ځوروي، د هر نفس او د حسد کوونکي له بدۍ څخه، الله دې شفا درکړي، د الله په نوم دې دموم».
أَنَّ جِبْرِيلَ أَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: يَا مُحَمَّدُ اشْتَكَيْتَ؟ فَقَالَ: «نَعَمْ» قَالَ: «بِاسْمِ اللهِ أَرْقِيكَ، مِنْ كُلِّ شَيْءٍ يُؤْذِيكَ، مِنْ شَرِّ كُلِّ نَفْسٍ أَوْ عَيْنِ حَاسِدٍ، اللهُ يَشْفِيكَ بِاسْمِ اللهِ أَرْقِيكَ».
جبرائیل علیه السلام نبي ﷺ ته راغی او ترې یې وپوښتل: اې محمده! ته ناروغ شوی یې؟ هغه وفرمایل: هو. نو جبرائیل نبي ﷺ پدې ویناوو سره دم کړ: «باسم الله» د الله په نوم، په هغه مرسته غوښتونکي، «أرقيك» تا دموم او تاته پناه غواړم، «من كل شيء يؤذيك» د هر هغه شي له شر څخه چې تا ځوروي، هغه که کوچنی وي او یا لوی، «من شر كل نفس» خبيثة، د هر خبیث نفس له شر څخه، «أو عين حاسد» او یا د حسد کوونکي له نظر څخه، چې تاته بد در ورسوي، «يشفيك» الله تعالی دې شفا درکړي، او له ټولو ناروغیو دې تا وساتي، «باسم الله أرقيك» د الله په نوم دې دموم، د مبالغې لپاره یې الفاظ تکرار کړل، پېل او پای یې په همدې الفاظو وکړه، او پدې کې دېته اشاره ده چې له هغه سپېڅلي ذات پرته بل څوک نفع رسوونکی نشته.
د ناروغۍ په اړه خبر ورکول جایز دي، تر څو ورته خپل حالت بیان کړي، نه دا چې د شکایت او ناراحتۍ لپاره.
دم کول په لاندې شرطونو جایز دي: ۱- چې په قرآن، د الله تعالی په ذکر او مشروعه دعاګانو سره وي. ۲- چې په عربي ژبه وي، یا په داسې ژبه وي چې معنا یې معلومه وي. ۳- باور ولري چې دم په خپله اغیزه نه لري؛ بلکې له اسبابو څخه یو سبب دی چې د الله تعالی له اجازې پرته هېڅ اغیزه نه لري. ۴- له شرک، حرامو، بدعت او دې ته ورته شیانو څخه پاک وي.
د نظر (سترګو لګېدو) د ضرر ثبوت، او دا چې نظر حق دی، نو باید سړی ترې ځان دم کړي.
په هغه څه دم کول مستحب دي چې په حدیث کې راغلي دي.
نبي ﷺ هم لکه د نورو انسانانو په څېر دی، چې د هغوی په څېر به ناروغه کېده لکه څنګه چې هغوی ناروغه کېږي.
د الله تعالی له لورې د خپل نبي ساتنه او پالنه، او په دې چاره ملاېکې مقررول.
نور (11)
صحيح مسلم (4/ 1718) (2186).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (2/ 164).
تطريز رياض الصالحين.
لفيصل آل مبارك (ص538).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (4/ 485).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (11/ 568).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (1/ 690).