Skip to content

«د ګډوډۍ ( فتنو) پر مهال عبادت کول داسې دي لکه زما لور ته هجرت کول».

له معقل بن یسار رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«د ګډوډۍ ( فتنو) پر مهال عبادت کول داسې دي لکه زما لور ته هجرت کول».

«الْعِبَادَةُ فِي الْهَرْجِ كَهِجْرَةٍ إِلَيَّ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

نبي ﷺ د هرج (ګډوډۍ)، فتنو، وژنو او د خلکو د حالاتو د ګډوډېدو په زمانه کې خلکو ته د عبادت کولو او پرې د ټینګ پاتې کېدلو لارښوونه کړې ده، او دا یې بیان کړي چې د دغه وخت عبادت داسې اجر لري لکه څوک چې رسول الله ﷺ ته هجرت وکړي، ځکه چې خلک په داسې وختونو کې له عبادت نه غافله وي، ترې بوخت وي، او یواځې لږ شمېر کسانو ورته ځان فارغ کړی وي.

د حديث له ګټو څخه

د فتنو په وخت کې عبادت کول او الله تعالی ته په رجوع کولو هڅونه شوې ده، تر څو انسان له فتنو څخه وساتل شي او له فساد څخه خوندي پاتې شي.

د فتنو او غفلت پر مهال د عبادت کولو د فضیلت بیان.

مسلمان ته په کار دي چې د فتنو او غفلت له ځایونو لرې پاتې شي.

مراجع
نور (5)

صحيح مسلم (4/ 2268) (2948).

كشف المشكل من حديث الصحيحين (2/ 42).

البحر المحيط الثجاج في شرح صحيح الإمام مسلم بن الحجاج (45/ 5).

بهجة الناظرين (2/ 455).

نزهة المتقين (ص942).