Skip to content

«ځینې خلک د الله په مال کې په ناحقه؛ ناوړه لګښت کوي، نو د قیامت په ورځ د دوی لپاره اور (دوزخ) دی»

له خَولة الأنصاریة رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې:

«ځینې خلک د الله په مال کې په ناحقه؛ ناوړه لګښت کوي، نو د قیامت په ورځ د دوی لپاره اور (دوزخ) دی»

«إِنَّ رِجَالًا يَتَخَوَّضُونَ فِي مَالِ اللهِ بِغَيْرِ حَقٍّ، فَلَهُمُ النَّارُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».

بخاري روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو خلکو په اړه خبر ورکوي چې د مسلمانانو په مالونو کې ناوړه تصرف کوي او په ناحقه یې اخلي، دا (تصرف)هر ډول مال ته شامل دی چې راټولیږي او یا په ناروا توګه تر لاسه کیږي او بې ځایه په ناحقه ځایونو کې لګول کیږي، پدې کې د یتیمانو مالونه، وقف، په امانت منکرېدل او له حق پرته له عامه مالونو څخه اخیستل شامل دي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې د قیامت په ورځ د دوی جزا دوزخ دی.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

کوم مال چې د خلکو په لاس کې دی هغه د الله مال دی، د هغوی په واک کې یې ورکړی دی تر څو یې په روا لارو کې مصرف کړي، او په ناحقه یې له مصرف څخه ډډه وکړي، دا (حکم) د واليانو او نورو خلکو لپاره عام دی.

په عامه مال کې د شریعت سختي او دا چې چا ته له دې څخه کوم څه وسپارل شول نو د قیامت په ورځ به د هغې د راټولولو او مصرف کولو حساب ورسره کیږي.

په دې خبرتیا کې هغه کسان شامل دي چې په ناروا توګه په مال کې لاس وهنه کوي، برابره خبره ده که دا مال یې خپل وي یا د بل چا.

مراجع
نور (7)

صحيح البخاري (4/ 85) (3118).

فتح ذي الجلال والاكرام بشرح بلوغ المرام.

لابن عثيمين (6/ 372).

منحة العلام في شرح بلوغ المرام.

لعبد الله الفوزان (10/ 231).

توضيح الأحكام من بلوغ المرام.

للبسام (7/ 424).