Skip to content

"د مشرکانو سره په خپلو مالونو، خپلو ځانونو او خپلو ژبو سره جهاد وکړئ".

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

"د مشرکانو سره په خپلو مالونو، خپلو ځانونو او خپلو ژبو سره جهاد وکړئ".

«جَاهِدُوا المشركين بأموالكم وأنفسكم وألسنتكم».

ابو داود، النسائي او احمد روایت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د کفارو پر ضد د جهاد او له هرې ممکنې لارې د هغوی د مقابلې لپاره پر هلو ځلو امر کړی، تر څو د الله کلمه لوړه شي، او لدې څخه: لومړی: د هغوی پر وړاندې په جهاد پیسې لګول؛ لکه د وسلو پېرل، پر مجاهدینو لګښت او داسې نور. دویم: په روح، نفس او بدن د هغوی سره مخ کېدل او هغوی په شا کول. دريم: په ژبه یې دين ته رابلل او حجت پرې قایمول، د هغوی رټل او رد پرې کول.

د حديث له ګټو څخه

د مشرکانو پر ضد په خپل نفس، مال او ژبې جهاد ته هڅول؛ هر یو د خپلې وسې سره سم، او دا جهاد یوازې په نفس د جګړې کولو پورې محدود نه دی.

په جهاد امر د وجوب لپاره دی، کله عیني او کله کفایي واجب ګرځي.

الله جل جلاله جهاد د ځینو چارو له امله ټاکلی لکه؛ لومړی: د شرک او مشرکانو په وړاندې مقاومت؛ ځکه چې الله تعالی هېڅکله شرک نه مني، دويم: الله تعالی ته د بلنې په لار کې د خنډونو لرې کول. دریم: له هر هغه څه نه د عقیدې ساتنه چې ضد یې دی. څلورم: د مسلمانانو؛ د هغوی د هېوادونو، ناموسونو او مالونو څخه ددفاع کولو په موخه.

مراجع
نور (14)

سنن ابو داود (4/ 158) (2504).

سنن النسائي (6/ 7) (3096).

د امام أحمد مسند (19/ 272) (12246).

صحيح مسلم (4/ 1935) (2490).

فتح ذي الجلال والإكرام شرح بلوغ المرام.

لابن عثيمين (5/ 442).

توضيح الأحكام من بلوغ المرام.

لعبد الله البسام (6/ 336).

منحة العلام شرح بلوغ المرام.

عبد الله الفوزان (9/ 10).

سبل السلام.

لمحمد الصنعاني (2/ 460).

مشكاة المصابيح.

لمحمد التبريزي (2/ 1124).