Skip to content

«سپينې جامې واغوندئ، ځکه چې هغه ستاسو له غوره جامو څخه دي، او خپل مړي په کې کفن کړئ».

د ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«سپينې جامې واغوندئ، ځکه چې هغه ستاسو له غوره جامو څخه دي، او خپل مړي په کې کفن کړئ».

«البَسُوا مِنْ ثِيَابِكُمُ البَيَاضَ، فَإِنَّهَا مِنْ خَيْرِ ثِيَابِكُمْ، وَكَفِّنُوا فِيهَا مَوْتَاكُمْ».

ابو داود، الترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم نارینه وو ته لارښوونه کوي چې سپینې جامې واغوندي او مړي په کې کفن کړي، ځکه چې دا له غوره جامو څخه دي.

د حديث له ګټو څخه

د سپینو جامو اغوستلو مستحب والی، خو نور رنګونه هم جواز لري.

مړو ته د سپین کفن ورکولو استحباب.

شوکاني ویلي: دا حدیث د سپینو جامو اغوستلو او مړو ته د کفن ورکولو پر جواز دلیل دی، ځکه چې سپین رنګ د نورو په پرتله پاک او ښایسته دی، ځکه سپېنوالی خو یې ښکاره دی او پاکوالی یې پدې کې دی چې که کوچنی شی پرې ولوېږي نو ښکاره کېږي.

مراجع
نور (4)

سنن ابو داود (6/ 27) (3878).

جامع الترمذي (2/ 311) (994).

سنن ابن ماجه (2/ 453) (1472).

ذخيرة العقبى في شرح المجتبى (19/ 16).