Skip to content

«چا چې :( لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وویل: او په هر هغه څه یې کفر وکړ چې له الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي، نو د هغه مال او وینه حرام دي، او حساب یې د الله جل جلاله سره دی».

له طارق بن أشیم الأشجعي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې وییل یې:

«چا چې :( لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وویل: او په هر هغه څه یې کفر وکړ چې له الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي، نو د هغه مال او وینه حرام دي، او حساب یې د الله جل جلاله سره دی».

«مَنْ قَالَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَكَفَرَ بِمَا يُعْبَدُ مِنْ دُونِ اللهِ حَرُمَ مَالُهُ وَدَمُهُ، وَحِسَابُهُ عَلَى اللهِ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې چا «لا إلهَ إلَّا اللهُ» وویل: یعنې په ژبه یې ګواهي ورکړه، چې له الله جل جلاله پرته پر حقه بل معبود نشته، او په هر هغه څه یې کفر وکړ چې له الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي او له اسلام پرته له نورو ټولو ادیانو څخه یې بیزاري اعلان کړه، نو د هغه وینه (تویول) پر مسلمانانو حرام دي، زمونږ لپاره یوازې د هغه څرګند حالت بسنه کوي، نو نه یې مال اخیستل کیږي، او نه یې وینه توییږي، مګر دا چې جرم او یا جنایت وکړي چې پدې سره یې د اسلام د احکامو له مخې وینه توییږي. او د قيامت په ورځ به ترې الله جل جلاله حساب اخلي، نو كه چېرته رښتينى و اجر به وركړي او كه منافق و، نو سزا به وركړي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

په "لا إله إلا الله" تلفظ او په هر هغه څه کافرېدل چې له الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي په اسلام کې د داخلېدو شرط دی.

د (لا إله إلا الله) معنا داده: په هر هغه څه کافرېدل دي چې الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي لکه: بتان، قبرونه او داسې نور، او په عبادت سره د الله جل جلاله یوازې ګڼل دي.

چا چې قبول کړ، او په ښکاره یې د توحید قوانین پر ځان عملي کړل، نو باید چې لاس ترې واخیستل شي تر څو ترې د دې خلاف څه څرګند شي.

له حق پرته د مسلمان د مال، وینې او عزت حرمت ساتل.

په دنیا کې په ظاهر او په اخرت کې په نیتونو او مقصدونو حکم کیږي.

مراجع
نور (5)

صحيح مسلم (1/ 53) (23).

الملخص في شرح كتاب التوحيد.

لصالح الفوزان (ص68).

الجديد في شرح كتاب التوحيد.

لمحمد القرعاوي (ص77).