"څوک چې د سهار لمونځ وکړي هغه د الله جل جلاله په ساتنه (ذمه) کې دی
له جندب بن عبدالله القسري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"څوک چې د سهار لمونځ وکړي هغه د الله جل جلاله په ساتنه (ذمه) کې دی، نو الله تعالی دې له تاسو څخه د هغه د ذمې په اړه د څه شي غوښتنه ونه کړي، ځکه چې یقینا که چېرته الله تعالی د چا سره د خپلې ذمې په اړه حساب وکړ نو راګیر به یې کړي، بیا به یې پړمخه د جنهم په اور کې وغورځوي".
«مَنْ صَلَّى صَلَاةَ الصُّبْحِ فَهُوَ فِي ذِمَّةِ اللهِ، فَلَا يَطْلُبَنَّكُمُ اللهُ مِنْ ذِمَّتِهِ بِشَيْءٍ، فَإِنَّهُ مَنْ يَطْلُبْهُ مِنْ ذِمَّتِهِ بِشَيْءٍ يُدْرِكْهُ، ثُمَّ يَكُبَّهُ عَلَى وَجْهِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک د سهار لمونځ اداء کړي نو هغه د الله په حفاظت، ساتنه او ملاتړ کې دی، د هغه دفاع کوي او هغه برلاسی کوي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې عهد د ماتولو په اړه خبرداری ورکړ چې ( د دې تړون ماتول خو ) یا د سهار د لمانځه په پرېښودلو سره کیږي او یا د سهار په لمونځ کوونکو باندې په راوتلو او برید کولو سره، نو یقینا چې چا دا کار وکړ نو دا ګاونډیتوب یې مات کړ او د سختې سزا مستحق شو، چې الله تعالی به ترې د هغه په حق کې د غفلت په اړه پوښتنه وکړي، او الله تعالی چې د چا پسې شو نو راګیر به یې کړي، بیا به یې پړمخه په اور کې واچوي.
...:
د سهار د لمانځه د اهمیت او فضیلت بیان.
د هغو کسانو لپاره سخت ګواښ چې د سهار لمونځ کوونکي ته ضرر رسول غواړي.
د الله تعالی انتقام له هغه چا څخه د هغه نیکو بندګانو ته لار نیسي.
نور (7)
صحيح مسلم (1/ 454) (657).
المعجم الأوسط (4/ 5) (3464).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين (1/ 249).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (2/ 561).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (1/ 323).
په کتابونو کې یاد شوی
3 کتابونهنور (3)
- المنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالح - المعتمدالمنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالح“من صلى صلاة الصبح فهو في ذمة الله، فلا يطلبنكم الله من ذمته بشيء، فإنه من يطلبه من ذمته بشيء يدركه، ثم يكبه على وجهه في نار جهنم”.
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 2«مَنْ صَلَّىٰ صَلاَةَ الصُّبْح فَهُوَ فِي ذِمَّةِ الله، فَلا يَطْلُبـَنَّكُمُ اللهُ مِنْ ذِمَّتِهِ بِشَيءٍ، فَإِنَّهُ مَنْ يَطْلُبْهُ مِنْ ذِمَّتِهِ بِشَيْءٍ يُدْرِكْهُ، ثُمَّ يَكُبُّهُ عَلَىٰ وَجْهِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ».
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 2«مَنْ صَلَّىٰ صَلاةَ الصبْح فَهُوَ في ذِمَّةِ الله، فَلا يَطلُبَنَّكُمْ الله مِنْ ذِمَّتِهِ بِشَيء، فَإنَّهُ مَنْ يَطلُبْهُ مِنْ ذِمَّتِهِ بِشَيءٍ يُدْرِكْهُ، ثُمَّ يَكُبَّهُ عَلَىٰ وَجْهِهِ في نَارِ جَهَنَّمَ».