Skip to content

«هغه څه پرېږده چې تا په شک کې اچوي، او هغه اختیار کړه چې تا په شک کې نه اچوي».

د ابو محمد الحسن بن علي بن أبي طالب - چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمسی او د هغه (کشمالی) محبوب دی - څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زده کړي چې:

«هغه څه پرېږده چې تا په شک کې اچوي، او هغه اختیار کړه چې تا په شک کې نه اچوي».

«دَعْ مَا يَرِيبُك إلَى مَا لَا يَرِيبُكَ».

الترمذي او النسائي روایت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم امر کړی چې له هغو خبرو او عملونو ځان وساتئ چې پکې شک لرئ، چې آیا منع شوي دي که نه، حرام دي که حلال؛ او پر ځای یې هغه څه غوره کړئ چې شک پکې نه وي، او ته یې په ښه والي او حلال والي یقین لرې.

د حديث له ګټو څخه

مسلمان باید خپل کارونه په یقین سره وکړي او شک پرېږدي او په دین کې باید بصیرت ولري.

په شکونو کې له واقع کېدلو څخه ممانعت.

که ډاډ او سکون غواړې نو شکمن کارونه پرېږده او څنډې ته یې کړه.

پر بندګانو د الله تعالی رحمت چې امر یې ورته کړی تر څو هغه څه وکړي چې د نفس او فکر سکون پکې وي، او له هغه څه نه یې منع کړي دي چې تشویش او ګډوډي ولري.

مراجع
نور (8)

سنن النسائي (8/ 327) (5711).

جامع الترمذي (4/ 286) (2518).

د امام أحمد مسند (3/ 248) (1723).

التحفة الربانية في شرح الأربعين حديثًا النووية.

لإسماعيل الأنصاري (ص29).

شرح الأربعين النووية.

لابن عثيمين (ص153).

فتح القوي المتين في شرح الأربعين وتتمة الخمسين للنووي وابن رجب (ص56).