«کله چې زه (اسرا او معراج) ته پورته کړی شوم، نو د خلکو په یوې ډلې تېر شوم چې په اوسپنیزو نوکانو یې د خپلو مخونو او سینو غوښې شوکارې کولې
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«کله چې زه (اسرا او معراج) ته پورته کړی شوم، نو د خلکو په یوې ډلې تېر شوم چې په اوسپنیزو نوکانو یې د خپلو مخونو او سینو غوښې شوکارې کولې نو ما وویل چې: اې جبرائیله دا څوک دي، هغه وویل: دا هغه خلک دي چې د خلکو غوښې خوري (غیبت یې کوي) او په عزتونو کې یې غږیږي».
«لَمَّا عُرِجَ بِي مَرَرْتُ بِقَوْمٍ لَهُمْ أَظْفَارٌ مِنْ نُحَاسٍ يَخْمُشُونَ بها وُجُوهَهُمْ وَصُدُورَهُمْ، فَقُلْتُ: مَنْ هَؤُلَاءِ يَا جِبْرِيلُ، قَالَ: هَؤُلَاءِ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ لُحُومَ النَّاسِ، وَيَقَعُونَ فِي أَعْرَاضِهِمْ».
نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: کله چې هغه د اسراء او معراج په شپه آسمان ته پورته کړی شو، نو د خلکو په یوې ډلې تېر شو چې اوسپنیز نوکان یې لرل او په هغو سره یې د خپلو مخونو او سېنو غوښې توږلې او څیرې کولې، نو هغه له جبرائیل علیه السلام څخه وپوښتل چې: دې کسانو څه کړي چې داسې عذاب ورکول کېږي؟ جبرائیل علیه السلام وویل: دا هغه کسان دي چې دخلکو غیبت کوي او د هغوی په عزتونو کې ناحقه خبرې کوي.
د غیبت په اړه سخت خبرداری، او د غیبت کوونکي تشبیه د هغه چا سره چې د انسانانو غوښې خوري.
د خلکو په عزتونو کې خبرې کول لکه غیبت او داسې نور له کبیره ګناهونو څخه دي.
طيبي په دې اړه ویلي: (یخمشون) کله چې د مخ او سینو شوکارې کول د هغو ښځو صفت دی چې (په مړي) ستاینې کوي، نو دا یې د هغه چا لپاره سزا وګرځوله چې غیبت کوي او د مسلمانانو په عزتونو کې غږېږي، پدې معنا چې دا د سړیو صفتونه ندي، بلکې دا په ډېره ناوړه او بدو حالتونو کې د ښځو صفتونه دي.
په غیبو او ټولو هغو شیانو ایمان درلودل واجب دي چې الله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبر ورکړی.
نور (7)
سنن ابو داود (7/ 240) (4878/ 1).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (3/ 27).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (2/ 1042).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (18/ 180).
په کتابونو کې یاد شوی
2 کتابونهنور (2)
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 7«لمَّا عُرجَ بي مَرَرْتُ بقَومٍ لهُم أظْفَارٌ من نُحَاسٍ، يَخْمشُون وجُوهَهُمْ وصُدُورَهُمْ، فقلتُ: مَنْ هؤلاء يا جبريلُ؟ قَالَ: هؤلاء الذين يأكُلُونَ لُحُومَ النَّاسِ، ويَقَعُونَ في أعْرَاضِهِمْ!».
- مجموعة زاد الحديث(3)1«لما عُرِجَ بي مَرَرْتُ بقَوْمٍ لهم أظفارٌ من نُحَاسٍ يخمِشُون وُجُوهَهُم وَصُدُورَهُم، فقلتُ: من هَؤُلاءِ يا جِبْريلُ؟ قال: هؤلاء الذين يأكُلون لحُومَ الناسِ، ويَقَعُون في أَعْراضِهِم»