Skip to content

«هغه کس به هېڅ کله دوزخ ته نه ننوځي چې د لمر له راختو او لوېدو څخه وړاندې یې لمونځ کړی وي»

له ابو زهير عماره بن رؤيبه رضي الله عنه نه روايت دی وایې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«هغه کس به هېڅ کله دوزخ ته نه ننوځي چې د لمر له راختو او لوېدو څخه وړاندې یې لمونځ کړی وي»

«لَنْ يَلِجَ النَّارَ أَحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا»

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هغه څوک به دوزخ ته داخل نه شي چې د سهار او مازدیګر لمونځونه په دوامداره توګه کوي؛ هغه ځکه په ځانګړې توګه د دې دوو وختونو څخه یادونه وکړه چې دا دواړه درانده لمونځونه دي، ځکه چې د سهار د لمانځه وخت د خواږه خوب پر مهال وي او د مازدیګر د لمانځه وخت د ورځې په کارونو او تجارت د بوختیا له امله وي، نو چا چې د دې سختیو سره سره په دې دوو لمونځونو ټینګار وکړ، په نورو لمونځونو یې خپله کوي.

د حديث له ګټو څخه

د سهار او مازدیګر د لمونځونو د فضیلت له امله ورته زیاته پاملرنه په کار ده.

څوک چې دا لمونځونه کوي، غالبا د تبنلۍ او ځان ښودنې څخه لرې او عبادت لره خوښوونکی وي.

مراجع
نور (1)

صحيح مسلم (1/ 440) (634).