Skip to content

رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه سړي لعنت ویلی چې د ښځو جامې اغوندي او پر هغې ښځې چې د نارینه وو جامې اغوندي.

له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه ویلي چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه سړي لعنت ویلی چې د ښځو جامې اغوندي او پر هغې ښځې چې د نارینه وو جامې اغوندي.

لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم الرجل يلبس لِبْسَةَ المرأة، والمرأة تلبس لِبْسَةَ الرجل.

النسائي په الکبری کې او ابن ماجه په همدې معنا او احمد هم روایت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم هغه سړي ته د الله له رحمت څخه په لرې کېدو او شړلو ښېرا کړې ده چې د ښځو ځانګړي لباسونه اغوندي؛ برابره خبره ده که دا په بڼه، رنګ، طرز، د اغوستلو په طریقې، سینګار یا نورو شیانو کې وي. یا د یوې ښځې لپاره هم د نارینه وو د جامو تقلید کول، چې دا هم د کبیره ګناهونو څخه ده.

د حديث له ګټو څخه

شوکاني ويلي: د ښځو لپاره د نارينه وو تقليد کول او د نارينه وو لپاره د ښځو تقليد کول حرام دي، ځکه چې لعنت يوازې په حرام کار پورې اړه لري.

ابن عثیمین ویلي: که چېرې یو څه د دوی ترمنځ شریک وي، لکه ځینې زېرپېرانونه چې نارینه او ښځینه یې اغوندي، نو پدې کې هېڅ ګناه نشته، یعني د نارینه او ښځینه وو لپاره د دې اغوستل هېڅ ګناه نلري، ځکه چې دا مشترک شیان دي.

مراجع
نور (12)

سنن ابو داود (6/ 195) (4098).

د النسائي السنن الکبری (8/ 297) (9209).

سنن ابن ماجه (3/ 95) (1903).

د امام أحمد مسند (14/ 61) (8309).

نزهة المتقين.

لمجموعة من الباحثين (2/ 1122).

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (19/ 337).

بهجة الناظرين.

لسليم الهلالي (3/ 150).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (6/ 370).