Skip to content

«اې الله! په حقیقت کې ژوند یوازې د آخرت ژوند دی؛ نو انصارو او مهاجرینو ته بخښنه وکړه».

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«اې الله! په حقیقت کې ژوند یوازې د آخرت ژوند دی؛ نو انصارو او مهاجرینو ته بخښنه وکړه».

«اللهُمَّ لَا عَيْشَ إِلَّا عَيْشُ الْآخِرَهْ، فَاغْفِرْ لِلْأَنْصَارِ وَالْمُهَاجِرَهْ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې حقیقي ژوند یوازې هغه ژوند دی چې په اخرت کې دی، د الله په رضا، رحمت او د هغه په جنت کې؛ ځکه د دنیا ژوند له منځه تلونکی دی، او د آخرت ژوند تلپاتې او باقي دی، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو انصارو لپاره دمغفرت، عزت او اصلاح دعا وکړه چې نبي صلی الله علیه وسلم ته یې پناه ورکړه، مرسته یې ورسره وکړه او خپلې شتمنۍ یې ورسره شریکې کړې، او هم یې هغو مهاجرینو ته دعا وکړه، چې د الله تعالی د مهربانۍ او رضایت تر لاسه کولو په موخه یې خپلې کورنۍ او شتمنۍ پرېښودې.

د حديث له ګټو څخه

له دنیا څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګوښه کېدل او اخرت ته مخ کول.

د نبي صلی الله علیه وسلم لخوا د امت هڅونه چې د دنیا لنډ مهاله شتمنیو ته زړه ښه نه کړي.

د مهاجرینو او انصارو د فضیلت څرګندول، ځکه وتوانېدل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا د مغفرت دعا ترلاسه کړي.

بنده دې د دنیا د لنډ مهاله ګټو په ترلاسه کولو نه خوشحاله کېږي، ځکه دنیا ژر تېرېدونکي او له کړاوونو سره ده؛ بلکې اصلي او تلپاتې ژوند یوازې د آخرت ژوند دی.

مراجع
نور (14)

صحيح البخاري (8/ 88) (6413).

صحيح مسلم (3/ 1431) (1805).

مرقاة المفاتيح.

لعلي القاري (7/ 3016).

فتح الباري شرح صحيح البخاري.

لابن حجر (11/ 231).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (3/ 362).

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (7/ 223).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (1/ 529).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (1/ 412).