خو په څه شي درسره بيعت وکړو؟ ویې فرمایل وفرمایل: «په دې چې د الله عبادت به کوئ او هیڅ شرک به پرې نه کوئ او په پنځه وخته لمونځونو او دا چې اطاعت به کوئ - او یو څه یې له ځان سره پټ وویل: - او دا چې د خلکو څخه به د څه شي سوال نه کوئ»
له ابو مسلم الخولاني څخه روايت دی وایې چې: محبوب امانتدار راته وویل، محبوب ځکه دی چې ماته ګران دی او زما لپاره امانتدار هم دی چې هغه؛ عوف بن مالک الاشجعي رضی الله عنه دی. هغه وفرمایل:
مونږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم نهه، یا اته او یا اوه کسان وو، نو ویې فرمایل: «آیا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت نه کوئ؟» دا په داسې حال کې چې موږ ورسره تازه بیعت کړی و، نو موږ وویل: ای د الله جل جلاله رسوله، موږ خو درسره بیعت کړی دی، بیا یې وفرمایل: «آیا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت نه کوئ؟» نو موږ وویل: ای د الله رسوله موږ خو له تا سره بیعت کړی دی، بیا یې وفرمایل: «آیا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت نه کوئ؟» وایې نو موږ خپل لاسونه وغوړول او ومو وییل: ای د الله جل جلاله رسوله موږ له تا سره بيعت وکړ، خو په څه شي درسره بيعت وکړو؟ ویې فرمایل وفرمایل: «په دې چې د الله عبادت به کوئ او هیڅ شرک به پرې نه کوئ او په پنځه وخته لمونځونو او دا چې اطاعت به کوئ - او یو څه یې له ځان سره پټ وویل: - او دا چې د خلکو څخه به د څه شي سوال نه کوئ» او یقینا چې له هغو خلکو څخه مې ځینې ولیدل چې قمچینه به ترې ولویده، نو له هیچا نه یې سوال نه غوښتل چې ورته یې راپورته کړي.
كُنَّا عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، تِسْعَةً أَوْ ثَمَانِيَةً أَوْ سَبْعَةً، فَقَالَ: «أَلَا تُبَايِعُونَ رَسُولَ اللهِ؟» وَكُنَّا حَدِيثَ عَهْدٍ بِبَيْعَةٍ، فَقُلْنَا: قَدْ بَايَعْنَاكَ يَا رَسُولَ اللهِ، ثُمَّ قَالَ: «أَلَا تُبَايِعُونَ رَسُولَ اللهِ؟» فَقُلْنَا: قَدْ بَايَعْنَاكَ يَا رَسُولَ اللهِ، ثُمَّ قَالَ: «أَلَا تُبَايِعُونَ رَسُولَ اللهِ؟» قَالَ: فَبَسَطْنَا أَيْدِيَنَا وَقُلْنَا: قَدْ بَايَعْنَاكَ يَا رَسُولَ اللهِ، فَعَلَامَ نُبَايِعُكَ؟ قَالَ: «عَلَى أَنْ تَعْبُدُوا اللهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَالصَّلَوَاتِ الْخَمْسِ، وَتُطِيعُوا -وَأَسَرَّ كَلِمَةً خَفِيَّةً- وَلَا تَسْأَلُوا النَّاسَ شَيْئًا» فَلَقَدْ رَأَيْتُ بَعْضَ أُولَئِكَ النَّفَرِ يَسْقُطُ سَوْطُ أَحَدِهِمْ، فَمَا يَسْأَلُ أَحَدًا يُنَاوِلُهُ إِيَّاهُ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو شمېر اصحابو سره و، نو درې ځلې یې له هغوی څخه وغوښتل چې له هغه سره بیعت وکړي او د ځینې کارونو ژمنه ورسره وکړي: لومړی: یوازې د یو الله جل جلاله عبادت کول د هغه د اوامرو په منلو او له نواهیو څخه یې په ډډې کولو سره او دا چې د هغه سره به شرک نه کوي. دویم: په شپه او ورځ کې د پنځه وخته لمونځونو ادا کول. دريم: په نیکو کارونو کې د مسلمانانو چارواکو ته غوږ نیول او پيروي یې کول. څلورم: یوازې له الله جل جلاله څخه د خپلو ټولو حاجتونو د پوره کولو غوښتنه او پدې وینا سره رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل غږ ټیټ کړ. او صحابه کرامو رضی الله عنهم چې په څه ورسره بیعت کړی و هغه یې عملي کړل، آن تر دې چې رواي وایي: یقینا چې ما ځینې هغه صحابه ولیدل چې کله به له یو څخه قمچینه ولویده، نو له هیچا یې سوال نه کاوه چې ورته یې راپورته کړي، بلکې خپله به پسې ښکته کېده او راخېستله به یې.
...:
له خلکو څخه د سوال کولو نه ډډه کول او د هر هغه څه نه ځان ساتل چې سوال بلل کیږي، او له خلکو څخه هیڅ تمه نه ساتل اګر که په ډیرو وړو کارونو کې هم وي.
کوم سوال کول چې منع ترې راغلې هغه دی چې د دنیوي چارو پورې اړه ولري، او هغه سوال ترې مراد نه دی چې د علم او دیني چارو په اړه وي.
نور (5)
صحيح مسلم (2/ 721) (1043).
بهجة الناظرين.
لسليم الهلالي (1/ 588).
نزهة المتقين.
مجموعة من الباحثين (1/ 463).
په کتابونو کې یاد شوی
2 کتابونهنور (2)
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 3«علىٰ أن تَعْبُدُوا الله ولا تُشْرِكُوا بِه شَيْئاً، والصَّلَوَاتِ الخَمْسِ، وَتُطِيعوا»، وَأَسَرَّ كَلِمَةً خَفِيَّةً: «وَلا تَسْأَلُوا النَّاسَ شَيْئاً».
- فتاوى المرضىفتاوى المرضى كنا عند رسول الله صلى الله عليه وسلم، تسعة أو ثمانية أو سبعة، فقال: «ألا تبايعون رسول الله؟» وكنا حديث عهد ببيعة، فقلنا: قد بايعناك يا رسول الله، ثم قال: «ألا تبايعون رسول الله؟» فقلنا: قد بايعناك يا رسول الله، ثم قال: «ألا تبايعون رسول الل