Skip to content

«صبا او بېګاه {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، او معوذتین درې درې ځلې وایه، نو د هر څه نه به درته بسنه کوي (د هر شر او افت نه به په امان کې وې)».

د عبد الله بن خبیب رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایلي چې:

په تیاره باراني شپه کې ووتلو، تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ راکړي، وایي: پیدا مې کړ، نو ویې فرمایل: «ووایه»، نو ما هیڅ ونه وییل، بیا یې وویل: «ووایه»، نو ما هیڅ ونه وېیل، بیا یې وفرمایل: «ووایه»، نو ما وویل: څه ووایم؟ ویې فرمایل ووایه: «صبا او بېګاه {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، او معوذتین درې درې ځلې وایه، نو د هر څه نه به درته بسنه کوي (د هر شر او افت نه به په امان کې وې)».

خَرَجْنَا فِي لَيْلَةٍ مَطِيرَةٍ وَظُلْمَةٍ شَدِيدَةٍ، نَطْلُبُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؛ يُصَلِّي لَنَا، قَالَ: فَأَدْرَكْتُهُ، فَقَالَ: «قُلْ»، فَلَمْ أَقُلْ شَيْئًا، ثُمَّ قَالَ: «قُلْ»، فَلَمْ أَقُلْ شَيْئًا، قَالَ: «قُلْ»، فَقُلْتُ: مَا أَقُولُ؟ قَالَ: «{قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} وَالْمُعَوِّذَتَيْنِ حِينَ تُمْسِي وَتُصْبِحُ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، تَكْفِيكَ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ».

أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

جلیل القدر صحابي عبد الله بن خبیب رضي الله عنه خبر ورکوي چې هغوی په یوې تیاره او سختې باراني شپه کې د رسول الله صلی الله د پلټنې په موخه ووتل تر څو ورته لمونځ وکړي، نو هغه یې وموند، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:"ووایه" یعنې ولوله، نو هغه هیڅ ونه لوستل، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته خپله وینا بیا وکړه، نو عبد الله وویل: څه ولولم ای د الله رسوله؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د الِاخلاص سورت {قل هو الله أحد} او معوذتین: {قل أعوذ برب الفلق} او {قل أعوذ برب الناس} صبا او بیګا مهال درې درې ځلې وایه، نو له هر شر او هرې بدۍ نه به دې وساتي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

صبا او بیګا د الاخلاص سورت او معوذتینو لوستل مستحب دي او د شر څخه پکې خوندیتوب دی.

د الاخلاص سورت او معوذتینو د لوستلو فضیلت.

مراجع

(2/ 996).

نور (8)

سنن ابو داود (7/ 415) (5082).

جامع الترمذي (5/ 535) (3575).

سنن النسائي (8/ 250) (5428).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (17/ 307).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (5/ 543).